د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

په افغانستان کې د قدرت د سالم انتقال لپاره دوې لارې موجودې دي


امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په ولسي جرګې کې د مالیې د وزیر د څرګندونو په اړه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې يي راغلي:

حضرت عمر زاخیلوال خپله توره بل لورې ته مخامخ کړه او د عدم رايي څخه په ژغورنې برسیره یي وکړای شول، چې ان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کی هم د یوې مطرحې څیرې په ډول ځان ښکاره کړي.

ورځپاڼه لیکي: زاخیلوال په ولسي جرګې کې له ځانه د دفاع پر مهال پر ده باندې انتقاد کوونکې د نومونو په یادولو سره په اداري فساد او ناوړه کارونو کې ښکیل وبلل او په ډاګه یي خبرې وکړې.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، له پارلمانه بهر خلک د مالیې د وزیر په ملاتړ راټول شوي وو، په پارلمان کې د فساد کارو د افشا کولو او د دوي په وینا، د اداري فساد پر وړاندې یې د هغه د ملي دریځ ستاینه کوله.

ورځپانه لیکي: د زاخیلوال خبرې چې په خبري رسنیو او د انټرنټ په شبکو کې یي زیات غبرګونونه رامنځ ته کړي،په حقیقت کې په حکومت کې د اداري فساد پر ضد د عامو افغانانو د شکایتونو او اندیښنو څرګندونه وه.

وال سټریټ ژورنال د اداري فساد پر ضد مبارزې د اداري د یوه چارواکي له خولې لیکي:

که غواړئ چې طالبانو ته ماتې ورکړئ د اداري فساد پر ضد د مبارزې له لارې باید د خلکو زړونه خپل کړئ.


فارین پالیسي خپرونې د افغانستان د راتلونکي په اړه یو تیاره انځور خپور کړی او په یوه مضمون کې یي لیکلي: په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په رانږدې کېدو سره چې د ۲۰۱۴ م کال اپریل میاشت کې به تر سره شي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک په دې اړه فکر کوي چې افغانستان په کوم لورې د حرکت په حال کې دی.

خپرونه پوښتنه کوي، د القاعده ګواښ چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما یي په اړه په دې وروستیو کې خبرې کړي، په ریښتیا هم له منځه تللی؟

ایا د افغانستان جګړه په ریښتیا ختمه شوې؟ که خلک همداسې انګیري، ایا افغانستان له دې جګړې څخه خلاصیږې او که دا جګړه یوازې د بهرنیانو لپاره ختمه شوې ده؟

فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې ستونزې په جلا جلا ډول تشریح او بیان کړي او لیکي: په افغانستان کې د قدرت د سالم انتقال لپاره دوې لارې موجودې دې.

لومړۍ باید یو سالم حکومت له مشخصو او اغیزناکو پروګرامونو سره جوړ شي او خلکو ته باید لازم خدمتونه برابر کړي.

د خپرونې په باور، په افغانستان کې باید د غلام او بادار فرهنګ له منځه لاړ شي او له دې وروسته باید حکومت ځان د خلکو بادار نه، بلکه د خلکو خادم وګڼې.

فارین پالیسي خپرونه زیاتوي، په دوهم قدم کې باید د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي.

دغه هدف ته د رسیدو لپاره افغانستان باید د جنوبي کوریا او جنوبي افریقا ماډلونه عملې کړې او هغه سیاست وال او دولتې کسان چې غواړې وښیې د دوې ادارې تر ټولو غوره خدمتونه برابروې، له صحنې څخه باید لیري شي.

خپرونه د تحلیل په وروستیو کرښو کي لیکي.

۲۰۱۳ م کال یعنې سر له اوسه د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر وخته پورې د افغانستان لپاره د امتحان یا ازمیښت یوه مرحله ده چې دا هېواد به د سوکالۍ او پرمختګ پر لور او که د جګړو، بدبخیتو او ګوښه کیدو پر لور حرکت کوي.
XS
SM
MD
LG