د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۲

له ژورنالیزم پوهنځي سره د امریکا مرسته ګټوره تمامه شوې ده


د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مرستیاله جاوېده احمدي
په افغانستان کې د امریکاسفارت په کابل پوهنتنون کې د ژور نالیزم پوهنځي محصلانو ته یوه درې پوړیزه ودانۍ جوړه کړې چې؛ د ژورنالیزم په پرمختللو تخنیکي وسایلوبه سمباله ده.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي چارواکي وایي؛ دا ودانۍ او تجهیزات سبب شوي چې د ژورنالیزم په برخه کې د محصلانو نظري او عملی فعالیتونه تقویه او ډاډمن کړي.

د دې پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مرستیالې جاویده احمدي ازادي رادیو ته وویل؛ د دې مرستې تفاهم نامه دوه کاله د مخه د لوړوزده کړووزارت او په افغانستان کې د امریکا د سفارت ترمنځ شوی وه.

دې دامریکاله سفارته هیله وکړه چې، د دې ودانۍ د صوتي او تصویري ستدیوګانو په فعالولو کې دې بیړه وکړي.

"موږ چې پخواتر دې د حقوقو پوهنځي په ودانۍ کې وو؛ له ډېرو ستونزو سره مخ وو. ځای تنګ او د عملي ژورنالیستکي کارونو امکانات په کې ستونزمن و. خو اوس محصلان کولی شي چې، په ازاده توګه د دې ودانۍ له کتابتونونه او لابراتوارونو څخه ګټه واخلي.

پخوا مو مسلکي عملي کارونه کمزورې؛ خو اوس ښه شوي دي."


میرمن احمدي داهم وویل، د امریکا متحدو ایالاتو، نه یوازې دا چې په کابل پوهنتون کې یې محصلانو ته دا اسانتیاوې برابری کړي؛ بلکې د ننګرهار، لغمان، بلخ، هرات او خوست په ولایتونو کې یې هم ورته ودانۍ جوړې کړي دي.

د کابل پوهنتون د چارواکو د معلوماتو له مخې تراوسه د ژورنالیزم د پوهنځي ځینې استادان په درې، ګروپونو کې د نظریاتو او تجربو د شریکولو په مقصد د امریکا د متحدو ایالاتو د نبراسکا پوهنتون ته لیږل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت ویلي چې؛ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره یې د یو تفاهم له مخې په دې ودانۍ شاوخوا دوه اعشاریه شپږاویا میلیونه ډالره لګولي دي.

دې سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې؛ په دې درې پوړیزه ودانۍ کې د راډیویي او تلویزیوني پروګرامو د ثبت او د چاپ سټدیو ګانې په پام کې نیول شوي دي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي چارواکي وایي، دې پوهنځي پخوا تر دې شپږسوه محصلان درلودل؛ خو د دې ودانۍ له بشپړېدو وروسته په کې اوه سوه پنځوس محصلان په تحصیل بوخت شوي دي.

د دې پوهنځي محصلان د امریکا د متحدو ایالاتو دا مرسته ګټوره ګڼي او ستایي یې.

دوی وایي:

"۱- زما نوم فریداله اسد خیل دی. د امریکاله مرستو مننه کوو، خو که د دې ودانۍ سټدیوګانې موږ ته فعالی کړي ډېر به ښه وي.

۲- زما نوم محمدرفیق دی. موږ خوښ یو چې، د مسلکي زده کړو زمینې راته برابرې شوي؛ خو تجهیزات یې تراوسه زموږ په اختیار کې نه دي؛ هیله ده د امریکا سفارت ډېر ژر دا تجهیزات موږ راوسپاري."


د کابل پوهنتون محصلانو ته د تحصیل دا زمینه په داسې حال کې برابریږي چې؛ افغان محصلان په پوهنتونونو کې د تجهیزاتو له کموالی شکایت کوي.

د لوړو زده کړو وزارت وایي، دوی هڅې تېزې کړي، څو د هېواد د تحصیلي مرکزونو نیمګړتیاوې، د دولت او نړیوالې ټولنې په مرسته ګام په ګام پوره کړي.\

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG