د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۳

"استخباراتي کړۍ ۲۰۱۴ کال بد کال معرفي کوي"


د هېواد د کورنيو چارو وزير غلام مجتبی پتنګ نن د يو رسمي سفر په ترڅ کې چې پکتيا ته يې د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه درلود وويل، دوي کولای شي پرته د بهرنيو ځواکونو له ملاتړه د ولسونو په همکارۍ له خپلې خاورې دفاع او ساتنه وکړي.

نوموړي د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې جوړه شوې امنيتي غونډې ته چې ګڼ شمېر قومي مشرانو او امنيتي ځواکونو پکې برخه لرله وويل چې اوسمهال د هيواد له ۷۰ تر ۸۵ فيصده خاوره کې د بهرنيو ځواکونو له ملتيا پرته افغان ځواکونه عمليات کوي او په بشپړ ډول يې د افغانستان امنيتي چارې خوندي ساتلې دي:

"د دې توانمندي لرو چې حکومتداري وکړو، فعلاًد ۷۰ فيصده خاورې ساتنه او سمبالښت موږ پرته له خاريجي ځواکونو کوو او چېرته چې هغوی وتلي دي لا هم قوي امنيت دی او ولسونه راسره همکار دي."

پتنګ خلکو ته د امنيت د لا ښه والي ډاډ ورکړ ويې ويل چې دوی د انتقال په تېرو پړاونو کې له ستونزو سره مخ وو خو په پاتې دوو پړاونو کې به يې شته ستونزې تر ډېره بريده هوارې او له منځه لاړې شي.

ده سره له دې چې د سيمې اوسېدونکو ته د امنيتي وضعيت د ښه والي خبره کوله د راتلونکي ۲۰۱۴ کال په اړه وويل چې له هيواده بهر سياسي او استخباراتي ادارې غواړي دغه کال د افغانانو له پاره د يو بد کال په توګه معرفي کړي ، ده وويل :

"ډېرې استخباراتي کړۍ غواړي چې ۲۰۱۴ کال نارامه او بد کال معرفي کړي خو دا کال به داسې کال وي چې مغرضان به هېڅ ډول بد امني او مشکلات منځ ته رانه وړي."

د غونډې په ترڅ کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو د زياتوالي غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د امنيتي ځواکونو د سمبالولو تجهيزاتو او تشکيل زياتوالي په اړه بايد جدي ګامونه واخيستل شي:

"حجم د کار ډېر دی اما قطعات کم دي، امکانات نه لرو که دا تاسيسات ساتو نو ستونزو سره به مخ يو او تلفات به ډېر وينو که يوه قطعه منظوره شي نو ښايي ستونزې هوارې شي، پکتيا تر اوسه پورې شهرا قطعه نه لري که دا منظوره شي ستونزې به ډېرې راکمې شي."

د کورنيو چارو وزير مجتبی پتنګ وروسته له دې چې د امنيتي چارو د وضعيت څېړلو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ د دې ولايت سرحدي ولسواليو ډنډې پټان، ځاځيو او څمکنيو ته د ياد ولايت د والي، ولايتي شورا او امنيتي سيمه ييزو مشرانو په ملتيا سفر پيل کړ.

راپور – داود – تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG