د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د پاکستان وروستیو انتخاباتو هند ته هیلي پيداکړي


د پاکستان د وروستیو انتخاباتو نتایجو چې د مسلم لیګ "ن" د ګوند مشر نوازشریف په کې بریالی شو؛ د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو د څارونکو پام ځان ته را ړولی دی.

په داسې حال کې چې نوموړي ویلي دي چې؛ له ناټو تړون سره به له افغانستانه په وتلو کې مرسته وکړي، هندي څارونکي هیله من دي چې، نواز شریف به له خپل ګاونډی سیال هیواد سره د اړیکو د رغولو کوشش هم وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې، د پاکستان وروستیو انتخاباتو په هند کې هیلې او امیدونه پیدا کړي دي.

په نوي ډهلي کې د ورځپاڼې خبریال په خپل رپوټ کې لیکي چې؛ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ اوږده سیالي په تیرو کلونو کې کله په تریخوالي اوښتې او کله یې هم د جنګ جګړو شکل نیولی؛ خو د پاکستان وروستیو انتخاباتو په نوي ډهلي کې اوس ډېر کسان هیله من کړي دي.

نوازشریف چې انتخابات یې وګټل او نوی حکومت به جوړ کړي، ډیر ځلې دا ویلي چې، له هند سره به اړیکې ورغوي.

هندي څارونکي چې د پاکستان د سیاسي اوضاع انکشافات له نژدې څاري په دې باور دي چې؛ که چېرې نواز شریف د خپل هېواد اقتصاد د رغونې نیت لري او غواړي د ځینو خدماتو لکه د برېښنا وضعیت بهتر کړي نو له هند سره همکاري ته اړتیا لري.

خو هندي څارونکي دا لیرې ګڼي چې؛ د پاکستان اردو او استخبارات به نواز شریف پریږدي چې؛ له هند سره دوامداره سوله رامینځ ته کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ایران کې د هند د پخواني سفیر او د تروریزم ضد مبارزې د پخواني مسوول، " K.C. Singhکې سي سنګ" نظر را اخیستی؛ چې وایی، که چېرې نواز شریف مخکې له دې چې د هېواد امنیتي اداره ترخپل کنټرول لاندې راولي له هند سره د روابطو د رغولو کوشش وکړي؛ نو په خپل مقصد کې به بریالی نه شي.

نوموړی زیاتوي چې، د پاکستان اردو به دغسی یو اقدام له وخته مخکې او ګړندي وګڼي او د مخنیوي لپاره به یې کیدای شي، په هند پوځي برید وکړي، چې چارې بېرته شاته وګرځي.

ښاغلی سنګ وایي، نواز شریف مخکې له دې چې له هند سره په روابطو کې کوم اساسي بدلون راولي؛ دی ډیر کار او هلو ځلو ته ضرورت لري.

دغه راز د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او په واشنګتن کې د دغه هېواد پخوانی سفیر، Lalit Mansingh "لالیت من سنګ" وایي، سره له دې چې دی د کومو چټکو تغییراتو هیله نه شي کولای؛ خو په انتخاباتو کې د نواز شریف په بریالیتوب خوشاله دی.

دی وايي نوازشریف له نورو کاندیدانو د هند لپاره بهتر دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په تیرو څو کلونو کې د هند او پاکستان روابطو ته په کتنه وايي، چې د اسلام آباد او نوي ډهلي اړیکې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال له تروریستی بریدونو وروسته لاپسي کړکیچنې شوې.

په دغو بریدونو کې هغه مهال ۱۶۴ کسه مړه شول. پاکستان په پيل کې دا رد کړه چې؛ کوم پاکستانی به په دغه بریدونو کې لاس ولري او په تحقیقاتو کې یې هم له هند سره څه مرسته ونه کړه؛ چې په نتیجه کې د هند او پاکستان روابط نورهم کړکیچن شول.

خو هغو ستونزو ته په کتنه چې خپلو وسله والو ډلو لکه طالبانو پاکستان ته راپیدا کړي؛ په هند کې ډیرخلک په دې باوري کړي چې؛ کومه توره چې پاکستان غوښتل د هند خلاف یې استعمال کړي اوس خپله دغه هېواد تهدیدوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال لیکي؛ چې د هند هیله اوس دا ده چې؛ پاکستاني مشران اوس دې نتیجې ته ورسیږي چې؛ ټولې وسله والې ډلې په شمول د هغو چې د هند خلاف جنګیږي له منځه یوسي.
XS
SM
MD
LG