د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

کابل ښاروالۍ، د غیر پلاني ودانیو د ویجاړولو پر پلان کار کوي


د کابل ښاروالي وایي، چې د یو شمېر غیر معیاري او غیر پلاني ودانیو د نړولو پر پلان کار کوي او په دې برخه کې له ځینو ستونزو سره هم مخ دي.

د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش د سې شنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې په ښار کې د ودانیو د جواز د پروسې د ساده کولو په اړه جوړه ېوې وه، ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو شمېر کسان پر دوی فشار راولي، چې د دارنګه ودانیو د ویجاړولو لپاره اقدام ونه کړي.

ښاغلی نواندېش وايي، د هغو ودانیو ویجاړول اسانه کار نه دی، چې په غیر معیاري ډول جوړ شوي دي.

د کابل ښاروالي وايي، په دې ښار کې د غیر معیاري او غیر قانوني ودانیو له امله اندیښمن دي او کوښښ کوي، چې د نړولو کار یې پیل کړي.

د کابل ښاروال محمد یونس نواندېش وايي په دې ښار کې 70 فیصده داسې ودانۍ جوړې شوي، چې غیر معیاري او غیر قانوني دي او جوازونه هم نه لري.

ښاغلی نواندېش وايي، له دې ودانیو څخه د یو شمېر هغو د ورانولو هوډ لري، چې د ده په خبره د نړیدو له خطر سره مخ دي.

نوموړي وویل، چې د دغو ودانیو د نړولو لپاره به له بېلابېلو تخنیکونو کار واخلي، خو په خبره یې چي یو شمېر کسان د دوی ددې کار مخنیوی کوي:

“جدي اندېښنې شته، بیا به هم موږ کوښښ وکړو، کومې ودانۍ چې غیرې معیاري دي ویجاړ یې کړو، داسې ودانۍ چې کلونه مخکې جوړې شوي او جواز نه لري، نو په دې ځای کې د محکمې حکم لازم دی.

اوږده کاري بهیرونه دي، یو شمېر کسان په دې برخه کې لاسوهني کوي، پر محکمه، څارنوالۍ او هم پر ښاروالۍ فشارونه راولي.

هغه ودانۍ چې د کورونو او ګڼې ګوڼې په سیمو کې جوړې شوي، د سوله يیزو چاودنو په واسطه یې هم نه شو ویجاړولی او دا هم ستونزه ده.”


د کابل ښاروالي وايي، غیر معیاري جوړې شوې ودانۍ د زلزلې او نورو طبیعي او غیر طبیعي پیښو په مقابل کې مقاومت نه لري او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.

دې ادارې ونه ویل، چې په کابل ښار کې به څومره داسې ودانۍ وي چې دوي یې نړول ضروري بولي.

ښاغلي نواندېش د کابل ښار په برکي څلوره کې د هغې ودانۍ مثال ورکړ، چې د پنځو منزلو اجازه یې اخیستې وه او څه وخت وروسته یې په غیر معیاري ډول نور سیخونه له زړو سره ویلډینګ کړه او څلور منزله یې نوره هم لوړه کړې.

نوموړي وویل، چې دغه ودانۍ اوس د نړیدو له خطر سره مخ ده.

کابل ښاروال دغه خبرې په هغه غونډه کې وکړې چې د ودانیو د جوړولو د جواز د بهیر د ساده کولو په اړه جوړه سوې وه.
کابل ښاروالي وايي، د ودانیو د جوړولو جواز پخوا په دوو کلونو کي اخیستل کېدی، خو اوس به نژدې شل ورځي وخت غواړي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ګډي او خپلواکي کمیټې غړي محمد یاسین عثماني په دې غونډه کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د اداري پروسو ساده کول د اداري فساد د مخنیوي ښه لاره ده.

پخوا هم افغان چارواکو ویلي وه، چي په کابل ښار کي ځني ښارګوټي او لوی ودانۍ په غیر معیاري او غیر قانوني ډول جوړي سوي، چي ځني یې پر غصب سوو دولتي مځکو هم جوړ سوي دي.

کابل ښاروالۍ مخکي هم ویلي وه، چي ددغو ودانیو په اړه یې څېړني پيل کړي او د نړولو کارونه به یې پیل کړي، چي تر اوسه دا کار نه دی سوی.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG