د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۵۲

جاپان د سړکونو د ساتنې او څارنې لپاره د وسایطو مرسته وکړه


جاپان د افغانستان د فواید عامې له وزارت سره د سړکونو د ساتنې او څارنې لپاره د څه باندې سلو درنو نقلیه وسایطو مرسته وکړه.

د دې مرستې تړون د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې وزارت د چارواکو او په افغانستان کې د جاپان د سفارت د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د فواید عامې وزارت چارواکو وویل، له دې وسایطو څخه به په هغو سیمو کې کار واخلي، چې لارې او سړکونه یې په ژمي او نورو طبیعي پیښو کې بندیږي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایې، دا لومړی ځل دی چې؛ یو مرستندویه هېواد د لارو او سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې له دوي سره د دې ډول درنو نقلیه وسایطو مرسته کوي.

د چاپان له سفارت سره په دې اړه د فواید عامې د وزارت د تړون له مخې به چاپان دې وزارت سره د سړکونو د څارنې او ساتنې لپاره یو سل او شپږعرادې بېلابېل نقلیه وسایط ورکړي.

د یادې مرستې تړون د سې شنبې په ورځ د فوایدعامې وزارت د مرستیال انجنیر احمد شاه وحید او په افغانستان کې د جاپان د سفارت د استازي نوري اشیدا ترمنځ لاسلیک شو:

"دا یو سلو شپږعرادې وسايط؛ چې اخیستل کېږي دا به په پنځه ویشتو صعب العبوره سیمو کې تقسیم شي او مرسته به وکړي چې سړکونه پرې خلاص وساتو.

د دې وسايطو په کارولو به د ژمي په موسم کې له سړکونو کې هېوادوال له ستونزو سره مخ نه شي."


د دې نقلیه وسایطو مجموعي ارزښت دیرش میلیونه ډالره وښودل شو؛ چېلوډر، ګریدر، ایکس کواټور، ډمپ ټرک او داسې نور په کې شامل دی.

د فواید عامې وزارت وایې، په هېواد کې شاوخوا پنځه ویشت داسې حساسي سیمي شته چې د هېواد په اتو ولایتونو پرتې او اکثره د ژمي په موسم او نورو طبیعي پیښو کې زیان مومي او سړکونه یې بندیږي.

د دې وزارت چارواکو دا هم وویل، دا وسایط به وکړای شي؛ چې په ژمي کې د کلیو، ولسوالیو او مرکزونه ترمنځ د مالونو لیږدولو ته هم لارې پرانیستې وساتي.

په افغانستان کې د چاپان سفارت استازي« نوري اشیدا» وویل، د دې هېواد لارې او سړکونه له سولې او ثبات سره هم مرسته کولای شي:

"زه باوري یم دا ماشینونه چې ارزښت یې دیرش میلیونه ډالره کېږي، ډیر مهم او افغانستان ورته ضرورت لري، زه خوښ یم چې زموږ هېواد له دې مهم سکتور سره مرسته کوي.

هیله ده افغان حکومت او نړېواله ټولنه د دې هېواد د سړکونو جوړولو ته ځانګړې بودیجې په پام کې ونیسي."


په افغانستان کې د جاپان د سفارت د معلوماتو له مخې جاپان له تیرو یوولسو کلونو راهیسي د افغانستان د سړک جوړونې له سکتور سره شاوخوا اوه سوه میلیونه دالره مرسته کړې ده.

د فواید عامې وزارت وایې، په هېواد کې له یوولسو کلونو راهیسي څه باندې اوه زره کېلو متره سړکونه په اساسي توګه جوړ شوي او پرڅه باندې پنځه ویشت زرو کېلو مترو قیر اچول شوي دي.

خلک وایې، په هېواد کې د سړکونو د جوړونې چارې تر ډیره ځایه بې کېفیته او اکثره نوي جوړ شوي او یا رغول شوي سړکونه، لږه موده وروسته بیرته خرابیږي، دوي همدا راز د سړکونو د ساتنې او پر هغو د څارنې لپاره هم د دولت لا ډيره توجه غواړي.

خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG