د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

پاکستان کې د نواز شریف او عمران خان ګوندونو ډیرې څوکۍ ګټلي


د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د یو شمېر انتخاباتي حوزو رسمي نتیجې اعلان کړې، چې له مخې یې د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ نون ګوند په ملي اسمبلۍ او د عمران خان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې تر ټولو ډيرې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د دغه کمیسیون دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دملي پارلمان یا اسمبلۍ د ۲۷۲ انتخابي څوکیو له جملې د ۲۸ هغو رسمي نتیجې اعلان شوي، چې تر ټولو ډیرې ۱۷ پکې دنوازشریف ډلې ترلاسه کړي.

په دویم کتار کې تحریک انصاف راځي چې د څلورو څوکیو په ګټلو سره تر اوسه له پيپلزګوند مخته روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دغیر رسمي نتیجو له مخې د نوازشریف ګوند په ملي پارلمان کې ۱۲۵ او تحریک انصاف ۳۳ څوکۍ خپلې کړي.

همداراز د غیر رسمي نتایجو له مخې تحریک انصاف دخیبرپښتونخوا په صوبايي اسامبله کې تر ټولو ډيرې ۳۴ څوکۍ ګټلي.

دانتخاباتو کمیسیون بیاپه خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف شل کاندیان بریالي اعلان کړي.

غیررسمي نتایج هغه دي، چې د انتخاباتو کمیسیون ځينې مسوولین يې د مطبوعاتو په واک کې ورکوي خو دغې ادارې لا په رسمي ډول نه وي اعلان کړې.

د پاکستان مرکزي پارلمان یا قومي اسامبله ټولې ۳۴۲ څوکۍ لري، چې ۲۷۲ يې انتخاباتي او ۷۰ انتصابي دي.

په انتصابي څوکیو کې ۶۰ يې دښځو او لس يې د غیرمسلمانو اقلیتونو لپاره بیلې شوې دي.

همداراز دخیبر پښتونخوا صوبايي اسبملي یا پارلمان بیا ټولې ۱۲۴ څوکۍ لري، چې ۹۹ يې انتخابي او ۲۵ يې انتصابي دي. انتصابي څوکۍ د ملي پارلمان پشان د ښځو او لږکیو لپاره بیلې شوي دي.

ددغه قانون له مخې د نوازشریف مسلم لیګ ګوند به په مرکزي پارلمان و دپنجاب په ایالتي اسامبله او د عمران خان تحریک انصاف ګوند به د خیبرپښتونخوا په صوبايي اسامبله کې تر ټولو ډيرې انتصابي څوکۍ ترلاسه کړي.

د غیررسمي نتیجو له مخې دنوازشریف مسلم لیګ نون ګوند کولی شي په پنجاب کې حکومت جوړ کړي خو په مرکزي پارلمان یا قومي اسامبله کې مجبوردي چې له نوروګوندونو یا کاندیدانو سره په ګډه ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د انتخاباتي قانون له مخې صدراعظم دپنځوس جمع یو یعنې ۱۷۲ وکیلانو له خوا ټا کل کیږي.

همداشان دخیبر پښتونخوا داعلی وزارت کاندید به د۱۲۵ کسیزې اسامبلې دلږترلږه ۶۳ وکیلانو په رای ټاکل کیږي.

تر اوسه لا نده څرګنده چې په مرکز اوپښتونخوا کې به کومې ډلې سره ائتلاف وکړي، خو د وروستیو راپورونو له مخې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن چې دغیررسمي نتیجو له مخې ګوند يې دخیبر پښتونخوا دصوبايي پارلمان پنځلس څوکۍ ګټلي له تحریک انصاف سره په ګډه په خیبرپښتونخوا کې د حکومت جوړولو هڅې پيل کړې دي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG