د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

افغانستان، د پاکستان له نوي حکومته صادقانه همکاري وغوښته


افغان حکومت د پاکستان له نوي جوړیدونکي حکومت نه غواړي، چې له دې هېواد سره د دوستانه اړیکو او له تروریزم سره د صادقانه مبارزې په برخه کې هڅې چټکې کړي.

ولسمشرکرزي د پاکستان دولت او خلکو ته د شنبې په ورځ د پارلماني انتخاباتو د ترسره کیدو له امله مبارکي ویلې ده.

په عین حال کې د افغانستان او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونه هیله کوي چې په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړیدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري لا پیاوړې شي.

افغان حکومت د پاکستان له نوي جوړیدونکي حکومت څخه چې د نوموړي هیواد د پارلماني انتخاباتو په نتیجه کې جوړیږي تمه لري چې په سیمه کې د تروریزم د جرړو په ایستلو کې جدي همکاري وکړي.

د افغانستان له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشرکرزي له قوله د پاکستان دولت او خلکو ته د شنبې په ورځ د پارلماني انتخاباتو د ترسره کیدو له امله مبارکي ویل شوېده.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې افغانستان دې ته تیار دی ترڅو له پاکستان سره په سیمه کې د تروریزم د له مینځه وړلو په برخه کې هر راز همکاري وکړي.

په عین حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې افغانستان د پاکستان له نوي جوړیدونکي حکومت څخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراخوالي غوښتنه کوي:

"موږ هیله من یو چې د دې انتخاباتو په نتیجه کې جوړیدونکي حکومت له افغانستان سره د سولې او ورورګلوی شرایط رامنځ ته کړي.

دغه راز هیله ده چې نوی حکومت د تروریزم د ځالو په ویجاړولو او د دې آفت د ریښو له را ایستلو کې صمیمانه همکاري وکړي ترڅو د افغانستان اوپاکستان وروڼه ولسونه له دې مصیبت څخه وژغورل شي".


په پاکستان کې پارلماني انتخابات د شنبې په ورځ د دې هیواد په ټولو برخوکې ترسره شول.

خودا انتخابات له اخوډب اوتاوتریخوالي سره هم مخامخ وو،د پاکستان د عوامي نشنل ګوند پردفتر په کراچۍ ښارکې حمله وشوه چې له امله یې یوولس تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د راپورونو له مخې د پاکستان په پارلماني انتخاباتوکې د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ (ن)ګوند تر نورو مخکې دی او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند هم ډیرې رایې ترلاسه کړیدي.

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلیم برنز له آزادي راډیو سره په یوط ځانګړې مرکې کې هیله څرګنده کړه چې په پاکستان کې نوی جوړیدونکی حکومت له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړي کولو او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې هلې ځلې لا زیاتې کړي.

د سیاسي چارو څیړونکی حاجي سید داوود په دې باور دی که د پاکستان راتلونکی حکومت د خلکو ملاتړ ولري د نوموړي هیواد پوځیان به له افغان حکومت سره رښتینې همکارۍ ته وهڅوي:

" که چیرې په رښتیا د پاکستان نوی حکومت د خلکو ملاتړ ولري او پردې تمرکز و کړي چې په افغانستان کې جګړه او نا امني د پاکستان په ګټه نه ده نو طبیعي ده چې له وسله والو مخالفانو سره به خبرې وشي او پاکستان به هم پکې ونډه واخلي.

په دې صورت کې به سیمې ته هم نسبي امنیت او ثبات راشي".


له افغانستان سره د صادقانه همکارۍ لپاره د پاکستان له نوي جوړیدونکي حکومت څخه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په تیرو لسوکلونو د کابل او اسلام آباد اړیکې له ستونزو ډکې وې.

افغان حکومت ډیر کله پاکستان له دې امله ملامتوي چې له افغانستان سره د سولې د هڅو په برخه کې ناغیړي کوي او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې صادقانه همکاري نه ده کړې.

خو د پاکستان حکومت تل دا تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

کتونکي په دې باور دي چې ترڅو امریکا او نړیواله ټولنه پر پاکستان فشارونه زیات نکړي نو ګمان نکیږي چې اسلام آباد د کابل پر وړاندې خپل اوسنی دوه ګونی سیاست بدل کړي.
XS
SM
MD
LG