د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

"ایران پر پوله یو شمېر افغانان په غیر قانوني ډول په نښه کړي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د لسو افغانانو وژل کیدل په شدت وغندل .

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون شنبې ازادي راډيو ته وویل، چې دا افغانان د جمعې په ورځ، ایران ته د تګ په وخت کې د دې هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

ښاغلي صدیقي د ایراني لوري دا عمل غیر بشري او د مهاجرت د نړیوالو قوانینو خلاف بللې دی:

"پرون متاسفانه بیا هم د افغانستان او ایران پر پوله یو شمیر افغانان چې په غیر قانوني بڼه ېي غوښتل مهاجرت وکړي د ایران سرحدي ځواکونو له خوا په نښه شوي دي.

متاسفانه هغه ګزارشونه، چې موږ ته رسیدلي، لس تنه افغانان شهیدان شوي او تر لسو زیات ټپيان دي چې د افغانستان د سرحدي پولیسو له خوا په فراه کې شفاخانو ته انتقال شول."


ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ، چې د افغانستان ګاونډي باید له غیر قانوني افغان کډوالو سره قانوني چلند وکړي او د ده په وینا د افغانانو په وړاندې د ایران د سرحدي ځواکونو داسې غیر مسولانه چلند د منلو وړ نه دی.

له فراه څخه پرون شنبې په رپوټونو کې وویل شول، چې د ایران سرحدي ساتونکو پر لږ تر لږه درې سوه هغو افغانانو ډزې کړې چې د فراه له لارې یې دې هیواد ته د ورتګ هڅه کوله .

خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند ازادي راډیو ته وویل چې د دې کسانو شمیر لا دقیق نه دی څرګند خو د قاچاق وړونکو په مرسته ایران ته د تګ په حال کې وو .

د فراه والي وايي چې دوي ته معلومات رسیدلي چې لږترلږه شپاړس تنه دا افغانان د ایران د سرحدي ساتونکو له خوا نیول شوي هم دی، د فراه والي اکرم خپلواک ازادي راډیو ته وویل:

"هغه معلومات چې موږ ته له بیلا بیلو منابعو رسیدلي وايي چې پينځلس تنه نور افغانان د ایران د اسلامی جمهوریت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي. ډزې کول د ټولو قوانینو د نورم خلاف کاری دی نو ځکه یې زه په شدت غندم."

د رویټرز خبري اژآنس وايي، چې د ایران دبهرنیوچارو وزارت فراه ته نږدې د دې پيښې په اړه له تبصرې ډډه کړې او په کابل کې د ایران د سفارت مسولینو هم پدې ارتباط څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې دا مسله به په جدي ډول وڅاري.

د رويټرز اژانس دې ته اشاره کړې چې د تهران حکومت تیرکال کابل ته خبرداری ورکړی وو څو د امریکا له متحدو ایالاتو سره د امنیتي همکاریو د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو څخه ډډه وکړي.

اژانس وايي، تیرکال هم څلرویشت غیرقانونی افغان کډوال د ایران د سرحدي ساتونکو په ډزو کې وژل شوي وو .
XS
SM
MD
LG