د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د پاکستان پارلماني انتخابات، نوى بدلون؟


په اسلام اباد کې د رايې ورکولو يو مرکز
په اسلام اباد کې د رايې ورکولو يو مرکز
په پاکستان کې پروني پارلماني انتخابات په سيمه کې يوه خبرجوړوونکې پېښه وه چې نړيوالو ورځپاڼو هم ورباندې تبصرې کړې دي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، ځينې پاکستانيان د طالبانو له ګواښونو سره- سره د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل او د خپل هېواد په تاريخي انتخاباتو کې يې برخه واخيستله.

نيويارک ټايمز ليکي، د پاکستان په زياتو ښارونو کې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون زيات و، د رايې مرکزونو په وړاندې د خلکو اوږده کتارونه ولاړ وو، د انتخاباتو کميسيون هم د رايې ورکولو موده د يوه ساعت لپاره وغزوله.

ورځپاڼه د ښځينه راى ورکوونکو يو مرکز انځوروي، چې شا و خوا درې سوه ښځې په يوه کتار کې ورته ولاړې دي، چادرۍ يې اغوستي او د خپلې رايې کارولو ته انتظار دي.

د سبا اقبال په نامه يوې ښځې نيويارک ټايمز ته ويلي، هغې تر دې مخکې رايه نه وه ورکړې، اوس د رايې ورکولو مرکز ته راغلې، چې د عمران خان په نامه د يوه مخکښ کانديد هغه بدلون ته رايه ورکړي، چې ده يې د کمپاين پر مهال ژمنه کړې ده.

نيويارک ټايمز ليکي، سره له دې چې له ١٩٧٠م کال راهيسې دا په پاکستان کې لسم انتخابات دي، خو دا لومړى ځل دى چې د پاکستان يو ملکي حکومت خپله دوره بشپړوي او قدرت د انتخاباتو په نتيجه کې يوه بل حکومت ته په سوله ييز ډول سپاري.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه زياتوي، د پخوانيو انتخاباتو په پرتله په اوسنيو هغو کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې دخالت کم و.

د ورځپاڼې په باور، د پاکستان د انتخاباتو نتيجه د دې هېوا او امريکا پر اړيکو هم اغېز کولاى شي، هغه روابط چې په وروستيو څو کلونو کې کله ښه او کله هم خراب وو او په وروستيو کې نسبي ښه والى په کې ښکاري.

کرسشن ساينس مانيټور:

کرسشن ساينس مانيټور ورځپاڼې هم د پاکستان انتخاباتو ته کتنه کړې، عمران خان يې د پاکستان او امريکا لپاره تر ټولو ښه هيله بللې.

ورځپاڼه ليکي، عمران خان هغه کرکټ باز دى، چې اوس سياستوال شوى دى. د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو سخت مخالف دى، خو د تحريک انصاف ګوند به په پاکستان کې ډيموکراسي، د ځوانانو د رايې ورکولو حق او د ښځو حقوق ښه تحکيم کړي، ځکه نو اسلام اباد به وکړاى شي د امريکا لپاره ښه شريک وي.

د کرسشن ساينس مانيټور په باور، په پاکستان کې د عوامو په نظر عمران خان د امريکا د بې پېلوټه الوتکو له سرسختو منتقدانو دى.

ورځپاڼه ليکي، که څه هم نواز شريف، هغه سيال چې د عمران خان په پرتله يو څه مخکې دى، ويلي چې د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو په اعتراض به په افغانستان کې پر دېره ناټو ځواکونو اکمالاتي لارې بندې کړي، خو عمران خان عملاً اقدام وکړ.

کرسشن ساينس مانيټور د مطلب په دوام زياتوي، د ساري په توګه د ٢٠١٢م کال په اکتوبر مياشت کې عمران د امريکا د بې پېلوټه الوتکو له ځينو نورو مخالفانو سره يوځاى د دغو الوتکو د بريدونو زيانمنو شويو سيمو ته لاړ.

هلته يې ژمنه وکړه، که په انتخاباتو کې ګټونکى شي، د پاکستان پر هوايي ځواکونو به امر وکړي، چې د امريکا بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړي.
XS
SM
MD
LG