د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۳

"ولسمشر کرزی په افغانستان کې د امریکا له اوږدمهالي پوځي حضور سره موافق ښکاري"


افغان ولسمشرحامدکرزي تېره ورځ اعلان وکړ چې امریکا غواړي په افغانستان کې په نهو پوځي اډو کې خپل ځواکونه وساتي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د امریکا پالیسیو ته په پام سره چې غواړي په افغانستان کې په خپل پوځي حضور کې کموالی راولي، نهه اډې تر هغې اندازې چې تمه کېده یو لوی رقم ښکاري. ورځپاڼه لیکي، افغان ولسمشر چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له سرسختو منتقدینو څخه دی په خپله دې وینا کې د امریکا له اوږدمهالي پوځي حضور سره موافق ښکارېده.

ده وویل، موږ به امریکایانو ته اډې ورکړو څو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي خو شرط یې دا دی چې دوی باید افغانستان ته سوله او امنیت راولي.

ولسمشرکرزي چې د کابل پوهنتون د اتیایمې کلیزې د نمانځنې په غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د افغانانو په ګټه دی، خو په دې شرط چې د امریکا پوځ د افغان حکومت او د افغانستان د اقتصاد ملاتړ وکړي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د افغان ولسمشر دې وینا ښايي امریکايي چارواکي یوڅه په غوسه کړي هم وي؛ ځکه ده په خپله وینا کې په افغانستان کې په راتلونکي کې د متحدوایالاتو د ستراتیژیکو پلانونو جزییات چې ډېر پټ ساتل کېدل افشا کړل.

ولسمشربارک اوباما په ډېر صراحت سره ویلي چې؛ د امریکا پوځ به له ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو پرضد په اقداماتو کې برخه وانخلي او پرځای به یې د افغان ځواکونو د روزنې پر ماموریت او د القاعده او نورو تروریستي ډلو پرضد پرعملیاتو تمرکز وکړي.

د اوباما په پلان کې د صفر انتخاب په نوم یو احتمال هم شته چې له مخې به یې امریکا د افغان ځواکونو د زیاتې برخې مالي لګښت په غاړه اخلي؛ خو په دې هېواد کې به هېڅ راز پوځي حضور نه لري.

په کابل کې د امریکا سفارت د ښاغلي کرزي د دې وینا د صحت په اړه چې د امریکا پوځ ته په نهو اډو کې د پاتې کېدو اجازه ورکوي؛ له تبصرې ډډه وکړه، خو څرګنده یې کړه، چې امریکا په افغانستان کې دایمي حضور او د تل لپاره د خپلو ځواکونو ساتل نه غواړي.

ولسمشرکرزي په خپله وینا کې، د هغو نهو ښارونو نومونه هم افشا کړل چې د امریکا پوځي اډې به په کې وي. په دې ښارونو کې کابل، کندهار، جلال آباد، هرات، مزارشریف، ګردېز، هلمند او همداراز د بګرام او شینډنډ هوايي اډې شاملې دي.

د ایران سرحد ته نژدې په هرات او شینډنډ کې د امریکا پوځي اډې ښايي د ایران لپاره بد خبر وي ځکه دې هېواد له دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکا د راتلونکو احتمالي اډو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې وه.

همداراز په ګردېز او جلال آباد کې د امریکا د پوځي اډو جوړېدل به د پاکستان لپاره حساسه مسئله وي ځکه پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو مرکزونه په همدې ښارونو کې دي.

ولسمشرکرزي په خپله پرونۍ وینا کې پر پاکستان هم لفظي بریدونه وکړل. ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د افغانانو له خوا له امریکا سره د اوږدمهالو امنیتي همکاریو د تړون د منل کېدو یوعامل ښايي اسلام آباد ته د دې خبرې ور یادول وي چې افغانستان د امریکا په څېر داسې یو ځواکمن ملګری لري چې په کابل کې د یوه فعال حکومت پاتې کېدل غواړي.
XS
SM
MD
LG