د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

"له افغانستانه د امریکا له وتلو سره به د روسیې جنوبي سرحدونه بې ثباته شي"


نيويارک ټايمز او وال سټريټ جورنال ورځپاڼو په افغانستان کې د پاکستان پر ضد له تيرې نژدې يوې اونۍ راهيسې مظاهرو په اړه ليکنې خپرې کړې دي.

وال سټريټ جورنال:

وال سټريټ جورنال روانه اونۍ د کندهار په ميوند ولسوالي کې مظاهرې ته اشاره کوي چې؛ په کې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول او څوارلس نور ټپيان شول.

ورځپانه ليکي، د پاکستان ضد مظاهرې د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې هغه مهال خونړۍ شوې چې؛ مشکوک ياغيان مظاهرې ته ننوتل.

ورځپاڼه د افغان چارواکو په وينا ليکي چې؛ په وژل شويو کې لږ تر لږه اته طالبان دي او ديرش نور مشکوک طالبان نيول شوې دي؛ خو وال سټريټ جورنال وړاندې څرګندوي چې؛ د طالبانو وياند مو ونه مونده چې په دې اړه څه وايي.

د ورځپاڼې په باور دا لومړي ځل دی چې؛ طالبان د پاکستان پرضد مظاهره ګډوډوي.

وال سټريټ جورنال بيا د تيرې اونۍ د دوشنبې د ورځې د ګوشتې جګړې ته اشاره کوي چې؛ ورسره په افغانستان کې پاکستاني ضد احساسات وپاريدل او مظاهره کوونکو د افغان ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکړل.

د ورځپاڼې په وينا، د ميوند د ولسوالي پيښه د دې څرګندونه کوي، چې د کابل او اسلام اباد اړيکي لاهم ډيرې ترينګلې دي او افغان چارواکي لاهم پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼه بيا د ميوند د ولسوالۍ د پيښې په اړه ضد او نقيض ادعاوې رااخيستې دي او ليکي، سره له دې چې دا ولسوالۍ له پاکستان سره پوله نه لري؛ بيا هم د طالبانو ملاتړي په کې ګڼ اوسي.

فارین پالیسي:

فارين پاليسي خپرونې بيا د افغانستان له پولو بهر يوه مساله څيړلې ده. د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين خبرې يې رااخيستې دي چې؛ د روسيې د ملي امنيت شورا غونډې ته يې د چهارشنبې په ورځ وويل، له افغانستانه به د امريکا او ايتلافي ځواکونو له وتلو سره د روسيې جنوبي سرحدونه بې ثباته شي.


د فارين پاليسي خپرونې په وينا، روسيه دې ته انديښنه لري، چې ګډوډ او بې نظمه افغانستان به د دې ګاونډيان په منځنۍ اسيا کې بې ثباته کړي.

د قزاقستان او ازبکستان ولسمشران زاړه دي او ازبکستان د اسلام پلوه وسله والو د بريدونو تجربه لري چې په نولس سوه نهه نويم کال کې يې په فرغانه کې وکړل، همداراز په دوه زره پنځم کال کې په انديجان کې بغاوت وشو.

په قزاقستان کې هم په دوه زره يوولسم کال کې کړکيچ پيدا شو او اسلام پلوه خلکو په دې هېواد کې نفوذ کړی دی. په تاجکستان او قرغزستان کې خو بيا دا ډول ستونزې پراخې دي.

ترکمنستان هم د خپرونې په باور ظاهراً غلي ښکاري. خو فارين پاليسي ليکي، چې له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د امنيت په برخه کې په سيمه کې د روسيې مسووليت ډير شي.
XS
SM
MD
LG