د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۱۸

په افغانستان کې د هند او ایران همکاري له ستونزو سره مخ کېږي


اتلنتیک سینتینل خپرونې: په افغانستان کې د هند او ایران همکاري له ستونزو سره مخ کېږي – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

هند په تهران کې د ایران او هند ترمنځ په ۱۷ م ګډ کمیسیون کې یو ځل بیا تائید کړه، چې د ایران د چا بهار بندر لا ښه کولو او پراخولو ته لیواله دی.

په دې بندر کې هند په لومړي قدم کې د سلو میلونو ډالرو د لګولو ژمنه کړي او په دې کار سره به په افغانستان کې د هند او ایران رامنځ ته کېدونکي شراکت او ملګرتیا قوت پیدا کړي.

خپرونه لیکي: د چا بهار بندر په افغانستان کې د هند د پالیسو لپاره ډېر اهمیت لري.

اتلنتیک سینتینل زیاتوي، دا چې هند افغانستان ته مستقیمه لار نه لري او رقیب هېواد پاکستان هم ورته افغانستان او مرکزي اسیا ته د مالونو استولو اجازه نه ورکوي، د ایران چا بهار بندر افغانستان او مرکزي اسیا ته د هند د لارې پیدا کولو په برخه کې حیاتې اهمیت لري.

خپرونه وړاندي لیکې: هند له افغانستان او ایران سره تړونونه لاسلیک کړي چې له مخي افغانستان او مرکزي اسیا ته د هند په مالونو باندي په چا بهار بندر کې په ګمرکې تعارفو یا محصول کې کمښت راغلی دی.

دغه راز په افغانستان کې د دلارام – زرنج لویه لار جوړه کړي چې د کندهار- هرات له لوې لارې سره تړل شویده.

هند د ایران له چا بهار بندر څخه د افغانستان تر پولي پورې سړک هم جوړ کړی دی.

اتلنتیک سینتینل خپرونه لیکي:

ایران هند ته په افغانستان کې د سوداګرۍ د اسانتیاو د برابرولو په کار کې حیاتې ونډه لري او د دې کار په بدل کې نوي ډهلې د امریکا د هغو فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی چې غواړي هند هم باید پر ایران باندې په نړېوالو بندیزونو کې ملګری شي.

خپرونه د تحلیل په یوې برخې کې لیکي: د ایران لپاره په افغانستان کې له هند سره همکاري سمبولیک او اقتصادي هدف دی او تهران هڅه کوي چې وښیې ایران په نړۍ کې زیات ګوښه شوی نه دی او د غه راز غواړي د نړېوالو بندیزونو فشار هم کم کړي.

د سولې او جګړې انسټیټیوټ په هلمند ولایت کې د خلکو له خوا د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو د غوښتنو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي لیکي:

د هلمند ولایت اوسیدونکې وایي، د دې ولایت شاوخوا نیمایي ښوونځې تړلې دې او د پوهني د وزارت دا خبره نه مني چې د ښوونځیو بیرته پرانستل امن نه دی.

خپرونه لیکي، په هلمند ولایت کې د طالبانو د حملو د ګواښونو له امله ښوونځې تړل شوي وو او د انجونو تعلیم ته سخته ضربه ورکړ شوی ده.

خپرونې د هلمند ولایت د پوهنې د ریاست د چارواکو له خولې لیکلي: د دې ولایت له ۳۶۰ ښوونځیو څخه ۱۵۳ لا هم تړلې دي او په دې توګه د ۵۱ زرو او ۱۳۶ زرو ترمنځ د ښوونځې په عمر کوچنیان بې تعلیمه پاته دي.
XS
SM
MD
LG