د کابل ښار د ځینو اوسیدونکو په وینا دکابل سیند ترڅنګ د کثافاتو د ځای نشتوالي له امله دغه سیند د کثافاتو په ډيران بدل شوی دی.
دا کسان کابل ښاروالي تورنوي چې؛ د یاد شوي سیند د کثافاتو د پاکوالي په برخه کې پام نه کوي.
دوی وايي، که چیرې یادې مسالې ته پام ونشي، دروان کال اوړي کې به هغه کسان چې دغه سیند ته نږدې ژوند کوي او یاهم دکانونه لري، په بیلابیلو ساري ناروغیو اخته شي.
د کابل سیند د یاد شوي ښار په منځ کې موقعیت لري او ښار یې په دوه برخوویشلی دی.
په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي؛ چې ځینې کسان چې یادشوي سیند ته نږدې دوکانونه لري، سیند ته کثافات اچوي.
د دغو کسانو په وینا، د یادشوي سیند ترڅنګ یو شمیر هوټل او دوکانونه هم شته چې هره ورځ سیند ته کثافات او له کاره وتلي مواد اچوي.
دغه کسان له کابل ښاروالۍ څخه غواړي، څو په دې برخه کې اقدام و کړي او په یادې سیمې کې د کثافاتو د زیاتوالي مخه ونیسي.
خو د کابل ښاروالي مسوولین د دې کار مسوولیت په عامو خلکو اچوي او وایي، ځینې کابل ښاریان د ښار د پاک ساتلو په برخه کې بې غوري کوي.
د دغې ادارې د تنظیف رییس "نثار احمد حبیبي غوري" آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ کابل ښاروالي د تیرڅو کلونو په لړکې د کابل سیند په ځینو برخوکې استنادي دیوالونه جوړ کړي دي.
ښاغلي غوري د کابل سیند د پاکوالي پروړاندې ستر خنډونه په سیند کې د اوبو او همدارنګه د کافي بودجې نشتوالی بولي.
د ښاغلي غوري په وینا د دغه سیند د پاکولو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا ده.
"دا چې ولې د کابل په سیند کې ډير کثافات دي دا بیا هم بېرته زموږ د خلکو پورې تړاو لري، موږ کثافات داني ایښي دي، له خلکو هیله کوو چې، د کابل په سیند کې کثافات وانه چوي.
جالبه ده، خلک نیوکې کوي چې، په کابل سیند کې کثافات اچول کیږي، زه د پایتخت د تنظیف د رییس په توګه انتقاد کوم چې؛ خلک د کابل په سیند کې کثافات اچوي."
د ښاغلي غوري په و ینا، کابل سیند اساسي پاکولو ته اړتیا لري او دا کار د بودجې ترڅنګ کافي وخت ته هم په کار لري.
په همدې حال کې ځیني کابل ښاریان وايي چې؛ له درې لسیزو جګړو مخکې، کابل سیند پاکې اوبې لرلې او ښار یې ډیر ښکلی کړی وه.
ځینې کابل ښاریان چې تیر کلونه په یاد لري او وايي، چې په تیرو وختونوکې ماشومانو په دغه سیند کې لامبو وهلې او په ډيری مواردو کې خلکو د یاد شوي سیند له ابو ګټه اخیسته.
خو اوس په کابل ښارکې د خلکو د نفوس زیاتوالی او د چاپيریال پروړاندې د خلکو بې غوري په یادشوي سیند کې د کثافاتو د ډيریدو لاملونه بلل کیږي.
له سیند سربیره د ښار په ځینو مهمو سیمو کې هم د ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله د کثافاتو ډیرانونه موجود وي؛ چې خلک یې په تنګ کړي دي.
بل لورته د دې ښار ځینې فرعي ویالې هم په معیاري ډول نه دي جوړې شوي او د دې ویالې خرابۍ اوبه هم د عامو خلکو ژوند ته یو لوی ګواښ دی.
راپور: ویس صمیم