د ملګروملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت او تولید له کمیدو سره هم اقتصاد لس فیصده د مخدرو موادو د قاچاق پر پيسو متکي دي.
د مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) پرون په خپل رپوټ کې وویل، چې په ۲۰۱۲ (میلادي) کال کې د مخدرو موادو د تولید او قاچاق پر پیسو د افغانستان د اقتصاد اتکا د وړم کال په پرتله پينځه فیصده را کمه شوې ده.
دا رپوټ وايي چې په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې پر دې پيسو د افغانستان اقتصادي اتکا پينځلس فیصده وه خو په ۲۰۱۲ کال کې نباتي مرضونو او د هوا خرابوالي دا فیصدي را ټيټه کړه.
اټکل کېږي چې تیرکال افغانستان د ۱ اعشاریه ۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت مخدر موادو صادر کړي خو د مخدرو موادو د تولید لپاره کېماوي مواد نه په کې حسابیږی.
د رپوټ په یوه برخه کې راغلي :
(سره له دې چې په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره مبارزه روانه وه او کروندګر د کوکنارو پر ځاي د نورو نباتاتو کرلو ته هڅول کېدل، د دې هیواد په زیاتو سیمو کې لا هم د کوکنارو کښت د بزګرو لپاره د عاید تر ټولو ښه منبع ده. )
ملګروملتونو تیره اونۍ وویل، چې په دې هیواد کې د کوکنارو د کښت ساحه د وړم کال په پرتله اتلس فیصده پراخه شوې او پر ۱۵۴ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
د جرمني خبري اژانس (ډي پي آ) د ملګرو ملتونو د سازمان د دې ادارې د اجراییوي مشر یوري فیدوتوف (Yury Fedotov) په حواله وايي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو ستونزه په لنډ وخت کې نه شي حل کېدلای او پر ضد یې د مبارزې دوام ته اړتیا ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښتونو له پراختیا سره هم تیرکال د خرابې هوا او نباتي مرضونو په خاطر د مخدرو موادو تولید ۳۶ فیصده کم شوی وو.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل رپوټ کې بیا هم ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د مخدرو موادو نوي فیصده تولیدوی.