د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۸

"د CIA له مرستو سیاسي شخصیتونو ته هم پیسې ورکول شوي"


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي ویلي چې په کابل کې یې د امریکا د استخباراتو د ادارې سي آی اې له رییس څخه غوښتلي چې د ده له دفتر سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

جمهور رییس کرزي یو ځلې بیا ومنله چې سي ای اې د ده له دفتر سره مالي مرسته کوي چې د دولت په بیلابیلو برخو کې لګیږي خو دا یې هم ومنله ځینې اشخاصو ته هم ورکړل شوي دي.

که څه هم جمهور رییس حامد کرزي وویل؛ چې د سي ای اې مرستې په بیلابیلو برخو کې په حکومتي ادارو کې لګیږي خو دا یې هم ومنله چې د ده په خبرو ځینې سیاسي شخصیتونو ته هم ورکول شوي.

ښاغلي کرزي وویل چې د سي ای اې مرستې په افغانستان کې د موقتې ادارې له د رامنځ ته کیدو راهیسې کیږي او دا د دولتونو ترمنځ یوه عادي رابطه ده.

نوموړي وویل چې، له دې پیسو د دولت په بیلابیلو برخو کې د ملي امنیت د شورا له لارې ګټه اخیستل کیږي.

خو هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویې ویل، چې کله کله د افغانستان لویو سیاسي اشخاصو ته هم چې کله یې غوښتنه کړې ورکړل شوې دي:

"د افغانستان په دولت کې او په هر هغه ځای کې چې تاسو یې په اړه فکر کولای شئ دا مرستې هلته شوي دي. د افغانستان په هر ګوټ کې او د افغانستان د ټولنې په هر ګوټ کې دا مرسته شوې ده او موږ ترې ډیر خوښ یو.

هو کله کله چې د افغانستان سیاسي لویانو چې ضرورت یې لرلی او غوښتنه یې کړې، دا مرستې مو ورسره کړي دي. خو د دې هدف لپاره نه دي شوي چې کوم سیاسي حرکت پرې تقویه شي. له اشخاصو سره شوي نه له سیاسي تحریکونو، ګوندونو او یا ډلو سره."

تر دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې د جمهور رییس له دفتر سره د سي اې اې د ادارې د مرستو خبره راپورته کړه.

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې دغه پيسې په دیپلومات بلکونو او کڅوړو کې د جمهور رییس دفتر ته ورکول کیږي.

په رابور کې دا هم راغلي و چې ددې پيسو یوه برخه جنګسالارانو ته رسیږي او د اداري فساد سبب کیږي.

خو ښاغلي کرزي دغه مرستې مهمې وبللې او ویې ویل چې په کابل کې یې د امریکا د سي آی اې د ادارې له رییس سره کتلي او تر غوښتې یې دي چې ددغو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي کزی ونه ویل چې د امریکا استخباراتي اداره سي اې اې هره میاشت څومره پيسې د جمهوري ریاست دفتر ته ورکوي.

هغه هغه راپورونه رد کړل چې انګلستان استخباراتي اداره هم دده له دفتر سره مالي مرسته کوي او ویې د انګلستان استخابارات دده له دفتر سره منظمې مالي مرستې نه کوي خو ښايي ځینې اپراتیفي مرستې یې کړي وي.

ځینې کتوونکي وايي چې د افغان دولت له بودجې بهر ددې پيسو لګښت که په هره برخه کې وي د قانون پر خلاف دی.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته همداراز وویل چې اشخاصو ته ددې پيسو ورکول هم یو جرم دی:

"که جمهور رییس وايي چې دا پیسې رهبرانو، اشخاصو، افرادو یا احمد یا محمود ته ورکړل شوي دي دا هم خپله یو جرم دی. ځکه دی چې د عایداتو او شتمنیو عادلانه ویش هم یو د اقتصاد له لومړنیو اهدافو څخه دی. که د جمهور رییس یو څوک خوښیږي نو هغه ته د پيسو ورکول سمه خبره نه ده، باید له دې پیسو سړک او روغتونونه جوړ شوي و."

پخوا تر دې جمهو رییس حامد کرزی منلې وه چې ایران هم دده له دفتر سره مالي مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د تیرو شاوخوا یولسو کلونو پر مالي مرستو یو تر ټولو لوی انتقاد همدا پاتې شوی چې په سمه توګه نه لګیږي او یوه برخه کې د اداري فساد له امله شخصي جیبونو ته ځي.

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG