د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۳۳

"په ګوشته کې امریکایانو د افغان پوځ د پرمختګ مخه نیولې"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپانو د ګوشتې په سیمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي خبرې راخیستې چې؛ وايي، د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته هېڅ بهرني پوځي تاسیسات نه پرېږدو.

ورځپاڼې وړاندې د کرزي له خولې لیکي؛ هیله ده، چې پیل شوې جګړه د دواړو اړخونو له لوري پراخه نه شي.

د یادې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، افغان ولس د خپلو ځواکونو ترشا ولاړ دی.

د سرمقاله لیکوونکی لیکي، پاکستان باید په دې پوه شي، که دا ولس هرڅومره جګړې ځپلی وي او د دوی د شومو پالیسیو ښکار شوی وی؛ خو هېڅکله هم دا نه مني، چې خاوره یې څوک اشغال کړي.

د لیکوال په اند افغان دولت او ولس تل له پاکستان څخه د ښه ګاونډیتوب غوښتنه کړې ده او اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې پاکستان دغه غوښتنه ومني او که بیا هم له چل ول کار واخلي، نوستونزې به څو چنده شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په غټو ټکو سره د مظاهره کوونکو څرګندونې راخیستي؛ چې ویلي یې دي، د افغانستان پرخاوره د پاکستان بربنډ او له شرمه ډک تېری غندو.

یادې ورځپاڼې مظاهره کوونکو له خولې لیکلي دي؛ د افغان ځواکونو مېړانه او هېواد پالنه ستایو او ملاتړ یې کوو.

همدې ورځپانې د افغانستان د دفاع وزارت له یوې سرچینې نقل کړی چې؛ ویلي یې دي، په ګوشته کې د افغان پوځ د پرمختګ مخه امریکایانو نیولې.

سرنوشت خپلواکه ورځپاڼه د یوې نوم پټي افغان سرچنې له خولې وړاندې لیکلي؛ چې له پاکستان سره په ټولو نږدې پولو کې افغان سرتېري په وسلو سمبال او د تیارسۍ په حال کې دي.

سرنوشت په خپله سرمقاله کې لیکلي، له پاکستاني ځواکونو سره د افغان ځواکونو نښتې څو مهم پرمختګونه او مثبت ټکي رابرسېره کړل.

د لیکوال په اند لومړی دا چې افغان ځواکونه سره له دې چې؛ په ښه ډول نه دي تجهیزشوي، خو له خپلې خاورې د ساتنې لپاره لوړه روحیه، پوره جريت او وړتیا لري.

دوهم تر اوسه فکر کېده چې، افغان ولس د لویو ملي مسایلو په اړه وړغبرګون نه ښي، دریم دا چې له دې نښتې وروسته معلومه شوه چې؛ امریکا زموږ نه، بلکې د پاکستان په څنګ کې ولاړه ده او څلورم دا چې په پاکستان کې رسنۍ، حکومت او خلک ترډېره پورې چوپ وو.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي د افغان او پاکستاني پوځيانو د جګړې د پراختیا احمتال شته.

د مطلب د لیکوال په اند، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وړمې ورځې جګړه د یوې دوامدارې جګړې پیل و؛ ځکه پاکستان غواړي د ډیورنډ دواړو غاړو ته پراته قومونه د ډیورنډ په اړه یوې اجباري پرېکړې ته وهڅوي.

ارمان ملي:

ارمان ملي ورځپانې د ملي ایتلاف د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله خولې لیکلي؛ حکومت باید له پاکستان سره د مقابلې لپاره له ولسه مرسته وغواړي.

هېواد:

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي؛ پاکستان دې له خپلې بړستنې پښې نه اوږده وي.

د سرمقالې د لیکوال په اند، د افغانستان د باتور اوغیرتي ولس کور دی، دفاع اوساتنه یې هم پر و لس پورې اړه لري؛ نو په هر وخت او هرمهال ولس چمتو دی، چې د پاکستان د یرغل حساب ورکړي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG