د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د جنګي جنایتکارانو په اړه برابر شوی راپور باید خپور شي


د انتقالي عدالت د هماهنګۍ ډلې له افغان حکومته وغوښتل چې د سولې د ټینګښت او د بې عدالتۍ د پای ته رسیدو په هدف له جنګي جنایتکارانو سره د نړېوالو قوانینو پر اساس چلند وکړي.

دې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې وویل، چې د ثور اومه او اتمه د افغانستان د خلکو لپاره ناورین او د بدبختۍ ورځې دي.

دوی ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د تیرو دیرشو کلونو د جګړې عاملین دې له قانون سره سم محاکمه شي.

د انتقالي عدالت د هماهنګۍ د ډلې یوه غړي اجمل بلوچ زاده له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د جنګي جنایتکارانو د پیژندنې او مجازات کولو لپاره د ترسیم منازعې په نوم برابر شوی راپور خپور کړي:

"اوس چې د ترسیم منازعې په نوم راپور برابر شوی زمونږ ټینګار دا دی چې باید خپور شي.

که چېرې دا راپور د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او افغان حکومت له خوا خپور شي او عاملین یې عدلي او قضایی ادارو ته وسپارل شي دا به د عدالت په برخه کې ښه اقدام وي. "


د ترسیم منازعې په نوم راپور کې چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا چمتو شوی هغه کسان په ګوته شوي چې له بشري حقونوڅخه یې سرغړاونه کړې او ځینې یې لاهم په دولت کې مهمې څوکۍ لري.

دا راپور چې څه باندې دوه کاله مخکې برابر شوی لا تراوسه نه دی خپور شوی، ځینې څیړونکې وایې، چې افغان حکومت د دې راپور د خپرولو لپاره علاقه نه لري.

مدني ټولنې په دې هڅه کې دي چې د بشري حقونو پر کمیسیون فشار زیات کړي ترڅو دا راپور ولسمشر کرزي ته واستوي او هغه یې د خپرولو په اړه اقدام وکړي.

په ځینو راپورونو کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د مشرې سیما سمرله قوله ویل شوي چې د جنګي جنایتکارانو په اړه یې دا راپور د افغان حکومت په غوښتنه برابر کړی او باید چې افغان حکومت یې خپور کړي.

مونږ ډیره هڅه وکړه چې د انتقالي عدالت د همآهنګۍ د ډلې د دې غوښتنې په اړه د افغان حکومتي چارواکو نظرهم واخلو خو له ډیرو هڅو سره سره هغوی په دې اړه خبرو کولو ته چمتو نشول.

خو ځینو افغان چارواکو څه موده مخکې رسنیو ته ویلي وو چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تراوسه په رسمی ډول دا راپور دوی ته نه دی سپارلی.

د انتقالي عدالت د همآهنګۍ ډلې دغه راز له حکومت نه وغوښتل چې په افغانستان کې د موندل شویو ډله ایزو قبرونو سمه ساتنه وکړي او پرې نږدي چې په خپل سرډول وڅپړل شي.

د دې ډلې یوه غړي اشرف بختیاري په دې اړه وویل:

"موږ ګورو چې د افغانستان په بیلا بیلو برخوکې ډله ایز قبرونه پیدا کېږي خو له بده مرغه په خپل سره توګه کېندل کېږي او د جسدونو پاتې شونې را سربیره کېږي.

باید زموږ اړونده ادارې او مسوولین په دې اړه خبر شي او دغه راز د قانون له مخې د قبرونو تخریبول او جسدونو ته نه درناوی جرم دی".


د انتقالي عدالت د همآهنګۍ ډله وایې، چې د سولې عالي شورا هم باید عدالت په پام کې ونیسي او عادلانه سوله په سیاسي معاملې بدله نکړي.

د دې ډلې غړو ټینګار وکړچې د ملي شورا هغه پریکړه هم د جګړې د قربانیانو خپلوانو ته د منلو وړ نه ده چې له مخې یې د تیرو دیرشو کلونو جنګي جنایتکاران عفو شوی دي.

څیړونکې وایی چې اوس مهال د جنګي جنایتکارانو په اړه د برابر شوي راپور خپریدل به د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره هم مرسته وکړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې له بشري حقونوڅخه د سرغړاونکو د کاندیدو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG