د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

امريکا: په امنيتي تړون کې د افغانستان خپلواکي تضمين شوې


د امريکا او افغانستان ترمنځ له ډيره وخته راهيسې تر بحث لاندې امنيتي تړون په اړه اوس امريکا وايي په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

کابل کې د امريکايي سفارت د مطبوعاتي دفتر يوې کارکوونکې د ازادۍ راډيو مشال څانګې ته وويل دواړه خواوې به په پراخه توګه د تړون د جزياتو تر څيړلو وروسته پرې لاسليک وکړي.

((پر تړون يوې هوکړې ته رسيدلو ډير وخت اخيستی خو وجه يې د دواړو خواوو ترمنځ مشکلات نه دي بلکې دا سفارتي مذاکرات دي او وخت به نيسي. د موضوعاتو په اړه پريکړې ته درسيدو برخه کې پرمختګ شوی دی خو تر اوسه نه شو ويلی چې کله به آخرې پريکړه وشي. زموږ سفير ويلي دي چې آخري نتيجه به پايداره امنيتي همکاري وي او لکه مخکې مو چې ويلي موږ د افغانستان خودمختارۍ ته احترام لرو. دا د دې تړون بنسټ جوړوي او موږ به دا احترام جاري ساتو.))

تر دې مخکې افغان چارواکو د بحث وړ موضوعاتو په اړه ويلي چې امريکا غواړي له افغانستان څخه داسې ضمانت واخلي چې تر مخې يې که تر ۲۰۱۴ کال وروسته دغلته پاتې کوم امريکايي پوځي په کوم جرم تورن شي نو د افغانستان د قانونو ترمخه محکمه نه شي.

د سياسي چارو څيړونکی او د افغان ولسمشر حامد کرزي پخوانی وياند، وحيد عمر وايي مهمه مسله همدغه ده:

((د امريکايي پوځيانو د عدلي او قضايي تعقيب مسله مهمه ده چې فکر کوم لاتر اوسه يې دواړه خواوې په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسيدلي. بله مسله د امريکايي پوځي اډو ده چې په کوم ځايونو کې او په کوم شکل به وي. دريمه مسله افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکايي پوځيانو د عملياتو ده چې که دوی عمليات کوي نو افغان چارواکو سره به يې شريکوي کنه؟))

د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند، جانان موسی زي تيره هفته کابل کې په يو خبري کانفرنس کې په دې اړه ويلي وو چې دواړې خواوې د تړون د لاسليک کولو بيړه نه لري او ښه خبره دا ده چې ټول جزيات يې په ښه توګه وڅيړل شي. هغه زياته کړه:

((يوه خبر مو بايد ياده وي چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون د انتقال له پروسې څخه تر وروسته مرحلې لپاره دی. يعنې که دا تړون سبا هم لاسليک شي نو د ۲۰۱۵ کال دجنورۍ له لومړۍ نيټې څخه مخکې به د عملي کېدو وړ نه وي.))

بل خوا وحيد عمر وايي د افغانستان او امريکا ترمنځ د دې امنيتي تړون د اهميت او ورسره د تړلو مسوليتونو له وجې کيدای شي دا تړون د ولسشمر کرزي د حکومت پر مهال ونه شي:

((ما اوريدلي چې امريکايان اوس په دې فکر کې دي چې آيا لازمه ده چې دغه تړون د همدې حکومت پرمهال امضا شي او کنه ښه به دا وي چې دا لړۍ وغځوي او راتلونکي حکومت سره يې لاسليک کړي. د افغان حکومت او ولسمشر له خوا هم ځينې انديښنې شته. ولسمشر به کوشش وکړي چې په دې اړه د خبرو لړۍ وغځوي او مسوليت وويشي. د تړون د کولو لړ کې لويه جرګه راوغواړي او پارليمان ته يې وليږي تر څو د دې تړون د لاسليک کولو ټول مسوليت پر ولسمشر رانه شي.))

د وحيد عمر په وينا تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه بهرني پوځيان وځي او په داسې حال کې چې طالب وسله وال لاهم فعاله دي، امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري نو چې امريکا سره دا امنيتي تړون هر څومره زر وشي د افغانانو په ګټه ده.

بشير ګواښ
XS
SM
MD
LG