د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۰

سوريه : د کیمیاوي وسلو د استعمال خبره دروغ ده


سوريي د لویدیځ دا خبره ناسمه بللې، چې ویلي یې دي، داسې نښې تر سترګو شوي، چې د بشارالاسد د رژیم ځواکونو د حکومت د مخالفینو پر ضد کیمیاوي وسلې کارولي دي.

روسیې تر دې دمخه د دې ادعا په اړه خبردارې ورکړی او ویلي وو، چې پکار دی دا مساله په سوریې کې د بهرني پوځي مداخلې پلمه نه شي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ امريکايي چارواکو د لومړي ځل لپاره وويل، چې د اسنادو له مخې د سوريې رژيم ښايي په لږه اندازه کيمياوي وسلې کارولي وي، خو د دغو شکونو د اثبات لپاره نورو څېړنو ته اړتيا ده.

ملګرو ملتونو هم په سوريي کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د څیړنو په مقصد د خپل پلټونکي ماموریت خبره کړې ده.

له فریده هوډ سیفي څخه يي نور جزییات اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG