د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

د هند سینما سل کلنه شوه


Afghanistan -- An Afghan woman passes a Bollywood film poster on the street of Kabul, 01Jan2006
Afghanistan -- An Afghan woman passes a Bollywood film poster on the street of Kabul, 01Jan2006
د هند سینما بالیووډ سل کلنه شوه.

په همدې مناسبت به سږکال نوی ډيلي د (کنز) په نوم د فلم د نړیوال فیستیوال کوربه وي.

له ټولې نړۍ څخه به زرهاوو فلم جوړونکي، د فلمونو لوبغاړي او د فلم جوړولو د کمپنیو استازي په نوي ډیلي کې راغونډ شي.

هندي چارواکو د دې لپاره چې په تیرو سلو کلونو کې د بالیوډ د فعالیت د مختلفو پړاوونو بیلابیلې برخې خلکو ته وروښيي؛ په نوي ډيلي کې ځانګړی نندارتونونه پرانیستي دي.

له دې مراسمو هدف دا دی، چې خلکو ته څرګنده کړي، چې د هند سینما بالیوډ سل کاله مخکې له کومه ځایه کار پيل کړ، چېرته رسیدلې او د راتلونکي لپاره یې څه هدف ټاکلی دی.

بالیوډ خپل سل کلن سفر د هندي افسانو او خیالي مذهبي کیسو د تور او سپینو لنډو فلمونو څخه پيل کړ او د مډرنې سینما د یو شمېر معتبرو هنري فلمونو تر تولید پورې یې پرمختګ وکړ.

هندي چارواکي وايي، بالیوډ تیرکال یونیم زر فلمونه تولید کړی وو، پانګه یې دوو ملیاردو ډالرو ته رسیدلې او پلان لري چې، په راتلونکو پينځوکلونو کې یې درې اعشاریه شپږ ملیاردو ډالرو ته زیاته کړي.

د بالیوډ کلمه د امریکا له سینما هالیوډ څخه کاپي ده؛ خو په دې توپير چې د "ب" توری وراضافه شوی چې؛ د هند د (بمبي) له نومه اخیستل شوی دی.

بمبي یا ممباي د بالیوډ ټاټوبی دی.

په دې ښار کې د "دوندیراج ګوویند پالکې" په نوم یوه فلم جوړونکي په (نولس سوه دیارلس م) کال کې لومړی تور او سپين سینمايي فلم جوړ کړ.

ده ته د هندي سینما (Silver Screen) پلار ویل کیږي.

د "راجا هریشچند" په نوم د دې فلم کیسه د هندوانو د یوې مذهبي حماسې مهابهارت څخه اخیستل شوې وه؛ په دې فلم کې د ښځو رول هم نارینه وو ادا کړی وو.

په اول هندي فلم کې ښځې نه وې، ځکه ټولنه په فلم کې د ښځو موجودیت ته نه وه تیاره.

لومړیو هندي فلمونو غږ هم نه درلود ځکه هغه مهال تکنالوژۍ دومره پرمختګ نه و کړی چې؛ غږ او فلم سره یوځای یا مکس کړي.

د هند د سینما پلار پالکې وروسته سل تور او سپین یا بې غږه فلمونه جوړ کړل.

وروسته د تکنالوژۍ له پرمختګ سره د هندي فلمونو د غږ ستونزه هم له منځه ولاړه او له دې سره سم سندرو او نڅا په هندي فلمونو کې ځای ونیو.

د هندي فلمونو سندرې او نڅا که څه هم ښايي په لویدیځ کې د سینما د مینه والو د یوې سترې برخې لپاره خاص مفهوم ونه لري؛ خو د هند سینما ته یو ځانګړی رنګ ورکوي.

په هند کې د فلمونو یوه منتقده "انوپم چوپړا" وایي:

"سندرې او نڅا موږ له نورو څخه بیلوي. که چیرې زموږ په فلمونو کې سندرې او نڅا نه وای، نو موږ به له نورو سره څه فرق درلود؟

هغه وخت بیا د امریکا سینما موږ تر پښو لاندې کولو، ځکه هغوی ښه فلمونه جوړوي، خو هغه څه چې موږ لرو، یعنی نڅا او سندرې هغوی یې نه لري."


د هندي فلمونو د زیاتو منتقدینو په باور شپیتمه لسیزه د بالیوډ لپاره د طلايي کلونو پيل و؛ ځکه په دې وخت کې بالیوډ فلمونو د ټولنیزو مسایلو را سربیره کولو ته مخه کړه.

په نولس سوه اوه پینځوسم کال کې د (Mother India) فلم جوړېدل د بالیوډ لپاره یو ستر بری ګڼل کیږي؛ ځکه په دې فلم کې یوازې مذهبي حماسه نه ده راغلې؛ بلکه پر ټولنیزو ستونزو خبرې شوې.

دا په هند کې د خپلواکې سینما د پيل کلونه وو او ډیرو پيژندل شویو فلم جوړونکو له دې وخته په کار پيل وکړ.

په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې هندي فلمونو د ټولنیزو مسایلو، اکشن یا نښتو، رومانټيکې ډرامې، سندرو او نڅا په یو ځای کولو پيل وکړ.

د "مساله" په نوم فلم چې په خپل وخت کې ډيرو خلکو خوښاوه د دې یوه ښه بیلګه ګڼل کیدلای شي.

البته د هندي فلمونو دا مرحله د دې لپاره ډيره مهمه بلل شوې چې؛ په فلمونو کې ځینې د پام وړ او مرکزي برخې ښځینه کرکټرونو ته ورکړ شوې.

خو دې ته د هندي سینما توره دوره ویل کیږي؛ ځکه اول تر ډيره حده هندي فلمونه تور او سپین وو او د رنګه سینما له تخنیکي پرمختګ سره یې سیالي نه شوای کولای.

دوهم دا چې د هندي فلمونو مالي اتکا په ممبۍ کې د غیرقانوني پانګې پر بنا ولاړه وه.

خو په نویمه لسیزه کې د هند د اقتصادي مارکيټ له پرانیستل کېدو سره بالیوډ په رسمي ډول د فلمونو د تولید صنعتي کارخانې حیثیت خپل کړ.

د تکنالوژۍ پرمختګ او اقتصادي مارکیټ له پراختیا سره سم بالیوډ د غربي سینما پام ځان ته واړاوه، د (Fox) او (Disney) په څير سترو کمپنیو هلته پانګونه وکړه.

خو د هندي فلمونو زیات منتقدین وايي، چې د هندي سینما تکنالوژي لا هم لازم پرمختګ نه دی کړی؛ په پلاټ کې تنوع نشته، ښځو ته ډير مخکښ رول نه ورکول کیږي او تر ډيره حده د هالیوډ یا امریکايي فلمونو کاپي روانه ده.

د هند د سینما فلمونه د سیمې په هیوادونو کې ستر تجارت لري.

یو شمېر منتقدین په دې باور دي چې؛ اوس نړۍ د انټرنټ له لارې سره تړل شوې، نو خلک بیلا بیل منابع تر لاسه کولای شي او ښايي داسې تکراري او د کمزوري پلاټ هندي فلمونه و نه توانیږي؛ چې یوازې د رقص او موسیقي په مټ د متوسطې او تعلیم یافته طبقې خپل مینه وال له ځان سره وساتي.

د بیلګې په ډول د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې؛ په افغانستان کې تر ۶۵ فیصده زیات خلک تر ۲۵ کلن کم عمره دي.

که چیرې دې ته فکر وکړو، چې د هند سینما سل کلنه شوې، نو ښايي وویل شي چې، د افغانستان تر نږدې څلورو نسلونو یې عمر زیات دی.

په دې سلو کلونو کې هندي فلمونو د سیمې د نورو هیوادونو په په څير په افغانستان کې هم ښه مارکیټ پيدا کړی او ښايي داسې لږ افغانان وي چې له بالیوډ سره اشنايي نه لري.

په دې کې شک نشته چې کلونه کلونه افغانانو د ټلویزیون، راډیو او سینما له لارې هندي فلمونه کتلي دي خو اوس وخت بدل شوی.

په افغانستان کې ډير خلک انټرنټ او کیبل لري نو دا امکان هم شته چې د هندی فلمونو لپاره د بې سارې مینې ځاي هغه سینمايي تولیدات ونیسي چې؛ له ډيرې پرمختللې تکنالوژۍ لکه (3D ) او زیاتې تنوع سره جوړي.

بالیوډ دې مسالې ته متوجه دی او په وروستیو کې یې د د اسې سیمه ییزو مسایلو راسربیره کولو ته یې بنا کړې چې؛ مخکې خلکو خبرې نه ورباندې کولې.

په هند کې د لومړي "زومبي" فلم جوړونکی راج نیدیمورو وايي چې، بالیوډ لومړي نوي ګامونه پورته کړي او ډير ژر به یې د پرمختګ یوه نوې مرحله پيل شي.
XS
SM
MD
LG