تیره ورځ نا وخته مازدیګر دپکتیکا ولایت دمیټا خان ولسوالۍ د شورکچې په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښته شوې او پکې دوسلوالو مخالفینو دیو سیمه ییز قوماندان په ګډون څلور وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه پدې نښته کې له وسلوالو مخالفینو څخه یو شمیر وسلې او وسایط هم افغان سرتیرو ته په لاس ورغلي دي،خو په نښته کې افغان سرتیرو او په سیمه کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.
دیادې نښتې په اړه دپکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې:
”د نوموړي ولایت د ملي امنيت ادارې د کشفي راپور پر اساس افغان ګډو امنيتي ځواکونو،چې په ترکیب کې يې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت منسوبین شامل ول وړمه ورځ مازديګر ناوخته د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند د کره خیلو په سيمه کې د وسلوالو په يوې شپږ کسيزې ډلې پسې چانيز عمليات پيل کړل،چې د مالوماتو له مخې د وسلوالو ياده شپږ کسيزه ډله د کره خیلو څخه په تیښته بريالۍ شوه خو د مټاخان ولسوالۍ د شورکچې په سيمه کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو تر بريد لاندې راغله چې له لنډې نښتې وروسته د يادې وسلوالې ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون څلور وسلوال ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول،له وسلوالو مخالفینو څخه يومیل راکټ، کلاشنکوفونه، مخابرې او درې موټر سايکلونه هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي“
په اعلامیه کې راغلي ،چې د يادو پوځي عملياتو پر مهال په سيمه کې ملکي وګړو او يا هم افغان ګډو امنيتي ځواکونو ته کوم مالي او ځاني زيان ندی اوښتی.
دیادې پیښې په اړه ددولت کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه ندي ویلي.