د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د امنيت په امیر چاودنه شوې، چې له امله يې دی او د ده دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ساتونکي يې ژوبل دي، دوی وايي، چاودنه د سړک پر غاړه د خښ شوي ماين د چاودېدو له امله شوې ده.
نن سهار د غزني پر زنه خان ولسوالۍ بريد شوی او د امنيت امر "محمد حسين" د بريد کوونکيو د وژلو لپاره سيمې ته روان و، چې پر لاره پرې د سړک پر غاړه خښ شوی ماين وچاودېد.
چارواکي وايي، په پېښه کې د امنيت امر او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ساتونکي يې ژوبل دي.
د غزني د والي وياند نبي جان وايي، د زنه خان پر ولسوالۍ بريد نن سهار وختي شوی او د امنيت امر د ولسوالۍ ساتونکيو ته د مرستې په موخه ور روان و.
"سهار د زنه خان پر ولسوالۍ بريد وشو، دوی د کمک لپاره ورروان وو، چې پر لاره پرې د ماين چاودنه شوې ده، چې په کې د امنيت امر او د هغه دوه تنه ساتونکي شهيدان شول او دوه نور ساتونکي يې ژوبل شوي دي، چاودنه د سړک پر غاړه د خښ شوي ماين له امله شوې ده."
د چاودنې مسووليت وسله وال طالبان مني.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالب وسله والو وياند بولي، وايي چې، ملګري يې پوهېدل چې پر ولسوالۍ تر بريد وروسته به له مرکز څخه څوک د مرستې لپاره راځي، ځکه يې نو په لاره کې ورته ماين ايښی و.
مجاهد ادعا کوي، چې په چاودنه کې يوولس پوليس هم وژل شوي، خو چارواکي يې نه ورسره مني.
راپور: سيدشاه سقيم