د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

ازبکستان: د بې احتياطه بايسکل چلوونکو بايسکلونه ضبطېږي


په ازبکستان کې د ټرافيکو پوليسو، د پېښو کمولو لپاره د هغو کسانو په وړاندې غير رسمي کمپاين پيل کړى، چې بايسکلونه سم نه چلوي او مقررات نه رعايتوي.

د ازبکستان په پلازمېنه کې خلک اوس پر سړکونو عادي دوه ټايره بايسکل نه شي چلولاى.

راپورونه وايي د ازبکستان چارواکو يوه ځانګړې ډله ګمارلې هغه کسان جريمه کړي، يا يې بايسکلونه ضبط کړي، چې د ټرافيکو له مقرراتو سرغړونه کوي.

له اپرېل مياشتې راهيسې چې دغه کمپاين پيل شوى، د ټرافيکو پوليسو له خوا د لسګونو کسانو بايسکلونه ضبط شوي، يا هم د بايسکلونو کرايه ورکوونکو دکاندارانو ته د چارواکو له خوا امر شوى، چې خپل کار و بار دې ودروي.

د تاشکند د ټرافيکو پوليس افسر مسرمان خدايقلوف له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې تاييد کړه، چې له بايسکل چلوونکو بايسکلونه نيول شوي او د کرايي بايسکلونو دکانونه د ځايي چارواکو له خوا تړل شوي دي.

ده ټينګار وکړ، چې د دې کمپاين هدف دا دى چې د بې پروا او بې احتياطه بايسکل چلوونکو مخه ونيول شي:

”که بايسکل چلوونکي له مقرراتو سرغړونه ونه کړي، د سړک په منځ کې بايسکل ونه چلوي او ټرافيکي اشارې مراعت کړي، موږ يې مخه نه نيسو. خو ګڼ ځوانان شته چې له اصولو سرغړونه کوي، په ځانګړي ډول چې پر سړکونو ګڼه ګوڼه وي. دوى سرو څراغونو ته نه درېږي، چې د ټرافيکي پېښو سبب کېږي“

د رسمي ارقامو له مخې په ٢٠١٢م کال کې په ازبکستان کې تر ٣ مليونو او درې لکو زياتې ټرافيکي پېښې شوې دي، خو څرګنده نه ده چې څو پېښې د بايسکلونو له لاسه شوي دي.

چارواکي وايي هغه کسان چې بايسکلونه يې ضبط شوي، د جريمې تر ورکولو وروسته بېرته ورسپارل کېږي.

سايکل لرونکو ازادۍ راډيو ته وويل چې دوى تقريبا ١٣ ډالره جريمه ورکړې ده، دا په ازبکستان کې د يوه کس د معمولي معاش لس فيصده جوړوي.
XS
SM
MD
LG