د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د بینظیر بهوټو د قتل په دوسیه کې له پرویزمشرف نه تحقیقات کیږي


د پاکستان امنيتي ادارې د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بهوټو د قتل په دوسیه کې له پرویزمشرف څخه تحقیقات کوي.

پر پخواني پوځي واکمن پرویزمشرف تور دی، چې پر ۲۰۰۷ میلادي کال د وژل شوې بینظیر بهوټو په قتل کې يې لاس درلود.

که څه هم نوموړي لا پخوا دغه تورونه رد کړي، خو د پاکستان یوې محکمې نن ديوې ځانګړې پریکړې له مخې د مرکزي تحقیقاتو ادارې ته په دې دوسیه کې له مشرف څخه د تحقیق اجازه ورکړه.

پرویزمشرف د هغو پریکړو په خاطرچې په ۲۰۰۷ کال کې یی اظطراری حالت اعلان کړی او قاضیان یی له کاره لرې کړي و، اوس په خپل کورکې نظربند دی.

د پاکستان یوې محکمې ایف ای اې یا مرکزي تحقیقاتي ادارې ته اجازه ورکړې، څو د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو د قتل په دوسیه کې له پخواني پوځي واکمن پرویزمشرف څخه پوښتنې ګرویږنې پيل کړي.

له دې وړاندې تیره ورځ یوې بلې محکمې په همدې دوسیه کې د مشرف د ضمانت غوښتنه رد کړه.

په راولپنډۍ کې دتروریزم پروړاندې دمبارزې ځانګړې محکمې د پنجشنبې پر ورځ دایف آی اې هغه غوښتنه ومنله چې له مخې د ۲۰۰۷ میلادي کال په دیسمبر کې د وژل شوې پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بهوټو دقتل په تړاو له پرویز مشرف څخه د تحقیقاتو غوښتنه شوې وه.

د ترهګرۍ ضد مبارزې دځانګړې محکمې قاضي ملک حبیب په دغه پریکړه کې ویلي، چې اف آی اې کولی شي له مشرف څخه دهغه په کور کې تحقیق وکړي.

نوموړی دا وخت په اسلام اباد کې په خپل کور کې تر توقیف لاندې دی.

د اسلام اباد یوې محکمې پر ۲۰۰۷ کال دسترې محکمې دمشر او شپيتو تنو عالي رتبه قاضیانو دبرطرفۍ او نظربندۍ په دوسیه کې دمشرف دنیولو امر وکړ.

د اسلام اباد پولیسو دامنيتي دلایلو له وجې دپرویزمشرف کور فرعي زندان اعلان کړ.

محکمې پولیسو ته امر کړی چې په دوو اونیو کې دې له هغه څخه تحقیق مکمل او بیا دې یې محکمې ته حاضر کړي.

د پاکستان دغه پخوانی پوځي واکمن تر څلور نیم کلنې جلاوطنۍ وروسته تیره میلادي میاشت هیواد ته ستون شو.

نوموړي، چې د ټول پاکستان مسلم لیګ په نوم دیوې سیاسي ډلې مشري هم کوي پاکستان ته تررسیدو سمدستي د مۍ میاشتې په ټولټاکنو کې د ګډون اعلان وکړ، خو هغه وخت له سختو مشکلاتو سره مخ شو چې د انتخاباتو کمیسیون دبیلابیلو دلایلو له وجې دهغه اسناد رد او په انتخاباتو کې له ګډون څخه يې منع کړ.

متقاعد جنرال پرویزمشرف پر ۱۹۹۹ میلادي کال هغه وخت چې دپوځ لوی درستیز و دیوې کودتاه په ترڅ کې دنوازشریف حکومت ړنګ او اضطراري حالت اعلان کړ.

که څه هم دپاکستان پوځ دمشرف په قضیه کې بې طرفي اعلان کړې، خو ځينې لا هم په دې باور دي، چې که محکمه هغه ته دبند سزا ورکړي ښايي دپوځ له تند غبرګون سره مخامخ شي.

وړمه ورځ دهغه مدافع وکیل دقاضي پروړاندې وویل، چې مشرف غواړي په دوبۍ کې دخپلې ناروغې مور پوښتنې ته ورشي، که څه هم محکمې لا په دې باب هیڅ پریکړه نده کړې خو د څارونکیو په باور ښايي دیوې پټې معاملې له مخې هغه ته د تیښتې لاره اواره کړل شي.

پرویزمشرف د هغو پریکړو په خاطرچې په ۲۰۰۷ کال کې یی اظطراری حالت اعلان کړی او قاضیان یی له کاره لرې کړي و، اوس په خپل کورکې نظربند دی.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG