د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

په ميدان وردګو کې يو قاتل او سړي تښتوونکی ونيول شو


چارواکي وايي، چې په ميدان وردګو ولايت کې يې يو سړي تښتوونکی چې ځينې تښتول شوي کسان يې وژلي هم دي نيولی دی، نيول شوي کس څه موده وړاندې د ښوونځي يو ماشوم هم تښتولی او بيا يې وژلی وو.

د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، هغه سړي تښتوونکی يې نيولی دی چې يوه مياشت وړاندې يې په کابل کې د ښوونځي يو ماشوم تښتوولی او وروسته يې پسې وژلی وو.

دوی وايي، امنيتي ځواکونو دغه کس نن د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې نيولی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، نيول شوی کس عبيدالله نومېږي او کور يې هم په سيداباد ولسوالۍ کې دی.

دی وايي، عبيدالله د ښوونځي د تښتول شوي ماشوم د ور خلاصولو په بدل کې د ماشوم له پلاره، اتيا زره امريکايي ډالر غوښتي وو، چې هغه نه درلودل او ده يې زوی ور وواژه:

"نيول شوي کس يوه مياشت وړاندې د تصميم په نامه د يو کس دوولس کلن زوی چې ښوونځي ته روان وو، تښتولی وو، او بيا يې د ماشوم له پلار څخه د هغه د خوشې کولو په بدل کې اتيا زره امريکايي ډالر غوښتي وو، خو د ماشوم پلار هومره شته نه درلودل چې ور يې کړي، نو سړي تښتوونکي يې بيا زوی ور وواژه، دغه سړي تښتوونکي نن په سيد اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی."

خوګياڼی زياتوي چې نيول شوي کس خپل جرم منلی دی، او د هغه ماشوم قبر يې هم پوليس ته ور ښوولی، چې ده څه موده وړاندې وژلی وو.

دی وايي، دغه کس ډېر نور کسان هم وژلي دي، چې په ځينو خو يې اعتراف هم کړی دی.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG