د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

په ننګرهار کې زلزلې ۱۴۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د ننګرهار د مرکزي روغتون مسول ډاکټر همایون زهیر ازادۍ راډیو ته ویلي،چې د تېرې ورځې زلزلې له امله تر اوسه دوی ته ۸۰ تنه زخمیان وروړل شوي او دوه تنه مړي،چې ماشومان وو وروړل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې اوس په روغتون کې یوازې اته ویشت ټپیان بستر دي او پاتې زخمیان،چې ټپونه يي سرسري وو رخصت شوي دي.

ډاکټر زهیر وايي،چې د ولسوالیو روغتونو ته هم زخمیان وروړل شوي،چې له هغې جملې څخه د کامې روغتون ته ۳۱ تنه،چې په کې یو مړ دی،غني خیلو ته دوه،ښیوې ته یو،بټي کوټ ته یو،ګوشتې ته یو او د لالپورې ولسوالۍ روغتون ته هم یو ته زخمي وروړل شوی،چې په مجموع کې ۱۲۸ زخمیان او درې مړي د ننګرهار بیلابیلو روغتونو ته ور وړل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د سرې میاشتې ریيس ننګیالی یوسفزی وايي،چې دوی ته د رسیدلو رپوټونو له مخې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته ورسید.

د ننګیالي په خبره دوه تنه په لالپورې ولسوالۍ کې،یو په سرخرود کې،دوه په شیرزادو کې،دوه په دره نور کې،دوه په ښار او پینځه تنه په بټي کوټ کې،چې د یوې کورنۍ دي مړه شوي،په دغو پینځو تنو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده.

د یوسفزي په خبره په ټول ننګرهار کې شاوخوا دوه سوه کورونه هم زیانمن شوي،چې په دې کچه کې خینې په بشپړه توګه او ځينې په نیمايي توګه رالویدلي دي.

ننګيالۍ یوسفزی وايي،چې دوی تېره ورځ د زلزلې سره سم د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې سروې پیل کړه،چې نن د مرستندویه ادارو سره يي ګډه غونډه ونیوه او زلزله ځپلو سره يي لازمې مرستې پیل کړې.

هاخوا په لغمان کې زلزلې یوازې مالي تلفات اړولي.د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل،چې په باد پخ ولسوالۍ کې یوازې لس کورونه زیانمن شوي او په دې ولایت کې ځاني تلفات نه دي اړولي.
XS
SM
MD
LG