د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

کري: له ولسمشر کرزي او کیاني سره مې په خبرو کې پرمختګ ولید


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري په بروکسل کې د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره له ګډې غونډې وروسته وویل، موږ خورا پراخې، مثبتې او رغنده خبرې وکړې خو په عین حال کې ټول په دې نظر وو چې نتیجه به یې په عمل کې ثباته شي نه په خبري غونډو کې په لفاظیو کې.

په دې خبرو کې د افغانستان له ولسمشر سره د دغه هېواد دفاع وزیر بسم الله محمدي او د پاکستان له لوی درستیز سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ملګری و.

له غونډې وروسته، چې درې ساعته یې دوام وکړ، جان کري خبریالانو ته وویل، چې له ښاغلیو کرزي او کیاني سره یې په خبرو کې پرمختګ ولید. خو د ده په نظر لا هم ځیني کارونه شته چې باید ترسره شي.

د دې درې اړخیزې غونډې په پای کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان لوی درستیز جنرال کیاني نظر څرګند نه کړ او نه یې هم کومه اعلامیه خپره کړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت، پاکستان ته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د کلیدي هیواد په سترګه ګوري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسي ترینګلې دي.

د سږ کال په لومړیو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدو نښې ولیدل شوې خو سولې ته د طالبانو په راوستلو کې د دوو خواوو ترمنځ اختلاف د افغانستان او پاکستان د ښه کېدو هیلې بېرته مړاوې کړې.

افغانستان وايي چې پاکستان د هند د نفوذ په وړاندې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

خو پاکستان دا تور ردوي. د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د پاکستان سفارت په خپله ویبپاڼه کې وویل چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي چې دا هیواد په سوله ییز، سوکال او امن افغانستان کې خپلې ګټې ویني.
XS
SM
MD
LG