د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

په روسیه کې د بیان پر ازادیو د ځپونکو اقداماتو په اړه اندیښنه


د بشري حقونو ډلو په روسیه کې په مدني ټولنو او د بیان پر ازادیو د ځپونکو اقداماتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه اقدامات له هغه مهاله زیات شوي له کله چې ولادیمیرپوتین د دریمی دورې لپاره د جمهورییس په توګه په کار پیل کړی دی.

د بشري حقونو دومخکښو نړېوالو سازمانونو په روسیه کې د تیر۲۰۱۲ کال د می له میاشتې راهیسې چې ولادمیرپوتین بیا د جمهوري ریاست څوکۍ ترلاسه کړې، د مدني ټولنواو د بیان د ازادی د مدافعانو پرځپلو سخت انتقاد کړی دی.

د بخښنې نړېوال سازمان امنیستي انترنشنل او د بشري حقونو د څارنې ډلو په هغو راپورونو کې چې په ګډه یې د چهارشنبې په ورځ خپاره کړل، په روسیه کې پر بشري حقونو روانو تیریو ته د پاملرنې اړولو غوښتنه کړې ده.

د اروپا او اسیا لپاره د امنیستي انترنشنل د پروګرام مشرجان ډلحسین د خپلو څیړونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

(موږ هڅه کړې، چې د مخالفینو او د مختلفو نظریاتو د بیان ځپل ثبت کړو هغه چې د دریمې دورې لپاره د جمهور ریس په توګه د پوتین د کارد پیل راهیسې روان دي او دا واضح کړو چې دغو ټکونو په مجموع کې څرنګه د بیان، ټولنو او انجمنونوپر حقونو سخت محدودیتونه لګولي دي.)

امنیستي انترنشنل په راپور کې د ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې پر هغه قانون تمرکز کړی، چې د ټولنو حقونه یې محدود کړي دي.

په راپور کې دغه راز د مظاهره کونکو پر ضد د پولیسو له خوا له زیاتې قوې څخه په استفادې هم انتقاد شوی دی.

په عامه ځایونو کې پرغونډو د لګول شویو بندیزونو د قانون له مخې مظاهرو ته په سختۍ اجازه ورکول کیږي او هغه کسان یا سازمانونه چې له اجازې پرته مظاهرې تنظیموي او د مظاهرو برخه وال ډیرنغدي جریمه کیږي یا نورې سزاوې ورکول کیږي.

د بشري حقونو د څارنې ډلې بیا په خپل راپورکې پرهغو قوانیونو یا اقداماتو ډیرتمرکز کړی چې د غیردولتي سازمانونو په ګډون مدني ټولنې له ګواښ سره مخامخ کوي. په دې کې یوقانون له هغو غیردولتي سازمانو چې بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي غواړی چې د بهرنۍ اجینټې ډلې په نوم په نوم ثبت شي.

د بشري حقونو د څارنې د ډلې د مسکو د څانګې مرستیالې تانیا لوکشینا ازادی راډیو ته وویل چې د بهرني اجینټ کلمه په روسیه کې یوه بده پدیده ده:

(په روسیه کې بهرنی اجینټ یوداسې څه دي چې یواځې یوه معنی لري او هغه د بهرني جاسوس په معنی ده او په دې خاطرداسې ښکاري چې له دغه قانون څخه هدف هم دادی چې غیردولتي سازمانونه د خلکو په نظرکې بد وښیی او څنډې ته یې کړي.)

د روان کال له پیل راهیسې د روسیې په پنځوسو سیمو کې له دوسوو زیات غیردولتي سازمانونه او انجوګانې د امنیتي او نوروچارواکوله خوا پلټل شوي دي.

د ګولوس په نامه انجو چې د روسیې پرانتخاباتو څارنه کوي او په ۲۰۱۱کال د روسیې د پارلمان او د ۲۰۱۲ کال د جمهوري ریاست لپاره انتخاباتو کې پراخې سرغړونې ثبت کړي ترټولو ډیرترفشارلاندې راوستل شوې ده.

لوکشینا د پوتین ترواکمنۍ لاندې د تیرکال اقدامات بې ساري بللي دي:

(په روسیه کې د مدني ټولنې ځپل چې موږیې نن شاهد یو، کاملا بې ساري دي.

دغه ځپونکي اقدامات له هغه مهاله پیل شوي چې پوتین بیرته د یوې بلې دورې لپاره په کریملین کې په کارپیل کړی.)

په راپورکې ویل شوي، چې نوي قوانین او د حکومت له خوا د انجوګانوڅارل د مسکوله هغو ژمنو څخه سرغړونه ده چې په نړیوالو تړونونو او موافقت ناموکې یې کړي دي.
XS
SM
MD
LG