د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

روسیه د افغانستان له هوایي ځواک سره مرسته کوي


ناټو او روسیې د افغانستان له هوايي ځواک سره د مرستې مساله وڅیړله.

دواړه لوري په دې برخه کې یوې موافقې ته ورسیدل.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له روسیې سره موافقه وکړه چې د افغانستان د هوایي ځواک ملاتړ وکړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون د ناټو د شورا او روسیې په ګډه غونډه کې په بروکسل کې وویل:

«موږ په افغانستان کې د الوتکو د ترمیمولو لپاره د مالي صندوق دوهم پړاو پیل کړی دی.»

د هغه رپوټ له مخې چې ناټو په خپلې انټرنټ پاڼې کې خپور کړی دی، راسموسن زیاتوي، چې دا پروژه د افغانستان لپاره ډیره مهمه ده او د دې څرګندونه کوي چې د ناټو شورا او روسیې ګډې هڅې کولای شي، چې د افغانستان په امنیت او ثبات کې مهمه ونډه ولري.

د دې پریکړې له مخې، د ناټو شورا او روسیه افغانان د هلیکوپترو د بیلابیلو ډولونو د ترمیمولو لپاره روزي او له افغان هوایي ځواکونو سره په روغتیایي برخو کې خپلې مرستې ډیروي.

د دې پروژې لومړی پړاو د دوه زره یولسم کال په مارچ میاشتې کې پیل شو او د رپوټ له مخې تر اوسه یې دیرش تنه د الوتکو د تخنیک په بیلابیلو برخو کې روزلي دي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف همداراز په افغانستان کې د ناټو پر ماموریت خبرې وکړې.

د ناټو عمومي منشي وویل، د ناټو، روسیې شورا د افغانستان په اړه ګډ دریځ لري، داسې چې هلته امنیت وي او سوله وي او دا هم د ناټو په خیر ده او هم د روسیې.
XS
SM
MD
LG