د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

ناټو: تر ۲۰۱۴ وروسته به هم د افغانستان ترڅنګ یوو


په بروکسل کې بل لورته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به هم امریکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او په همدې ښار کې د ناټو عمومي منشي تر دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ماموریت روښانه کړ.

«با ثباته او خوندي افغانستان زموږ ګډ هدف دی» د ناټو عمومي منشي همداراز وویل، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

اندریس فوګ راسموسن پرون دا خبرې د بلجیم په مرکز بروکسل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په یوې لنډې خبرې غونډې کې وکړې.
په دې غونډې کې افغان ولسمشر وویل، افغان ځواکونه دا وس لري، چې په خپلو پښو ودریږي:

«په ډاډه سره وایم چې افغانستان کولی شي چې د خپلو خلکو امنیت وساتي. یو ځل بیا د خوښۍ احساس کوم چې تاسو ژمنه وکړه، چې ناټو به تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هم له افغانستان سره په ځانګړي ډول د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کوي او په وسلو به د هغوی د سمبالولو په برخه کې کومک کوي»

د افغان ولسمشر او د ناټو د سرمنشي تر خبرو مخکې په بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم له افغانانو سره ژمنه وکړه چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به هم امریکا له افغانستان سره وي، جان کري وویل:

«ما او زما ملګرو یو ځل بیا د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ، داسې چې دغه هیواد بیا کله هم د تروستانو په ځالې بدل نه شي. له همدې امله موږ تر دوه زره څوارلسم کال وروسته پر خپلو ژمنو ولاړ یوو.

خو دا څرګنده ده چې لاهم ولسمشر اوباما په افغانستان کې د امریکایي پاتې کیدونکو پوځیانو د شمیرې په اړه خپله شخصي پریکړه نه ده اعلان کړې.»

تمه ده، چې په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت د دوه زره څوارلسم کال تر اخره پای ته ورسیږي.

د ناټو عمومي منشي پرون وویل، په لنډ راتلونکې کې به د دې شاهدان یوو چې افغان ځواکونه به د ټول افغانستان امنیتي چارې په غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG