د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د ژورنالستانو د اخلاقي کوډ پر مسوده په بېړه کار روان دی


د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون وايي، د ژورنالیستانو د اخلاقي کوډ پر مسوده په بېړه کار روان دی او په راتلونکي اوړي کې به تصویب شي.

د دې فدراسیون مسوولان وایې، د ژورنالیستي اخلاقي کوډونو له رامنځ ته کولو څخه یې هدف د ژورنالیستاتو خونديتوب او خپلو کارونو ته د دوی متوجه کول دي.

د افغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ژرنالیستانو د اخلاقي کوډونو د مسودې هرکلی وکړ اوزیاته یې کړه، چې په دې سره به افغان ژورنالستان نور هم مسلکي او خوندي شي.

د افغانستان د ژورنالستانو فدارسیون وايي، چې له نږدې اتو میاشتو راهیسې یې په دې مسودې باندې کار کړی او په راتلونکي کې به په اړه یې له سیمه ییزو خبریالانو سره هم سلا مشورې وشي.

د دې فدارسیون غړي ضیابومیا د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، یاده مسوده به له کره کتنې وروسته په کابل کې د ژورنالستانو د استازو له خوا تصویب او اخلاقي بڼه به ولري:

(موږ به څلور غونډې په څلورو ولایتونو کې ولرو پنځمه غونډه به دټولو ژورنالیستانو داستازو له ګډون په کابل کې ولرو دغه کوډونو به تصویب او وروسته به یې ټولو ژورنالیستانو ته اعلان کړو دغه اخلاقي کوډونه دي او اخلاقي قوه لري.

په اخلاقي کوډونو کې موږ وايو داسې کوو او داسې نه کوو دغه شان دی رسنۍ او شان دی ژورنالیست سره ښه ده.)

د افغانستان د ژورنالستانو فدارسیون چارواکي وايي، چې په یاده مسوده باندې ۳۵ تکړه ژورنالیستانو کار کړی او شپږ فصله او لسګونه مادې لري.

د دوی په خبره په دې مسودې کې راغلي چې هر ژورنالیست باید ځواب ورکونکي وي ، وظیفوي خپلواکي ولري ، توازن رعایت کړي،تاوتریخوالي ته لمن ونه وهي او باید په خپل کار کې دقت ولري.

د افغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزرات د ژورنالیستانو فدارسیون له دې کار څخه هرکلۍ وکړ، خو ټینګار یې وکړ، چې دغه مسوده دې حکومت ته وسپاري چې قانوني بڼه خپله کړي:

(دغه مسوده تصویب کېږي،نه دا چې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شي.
که د قانون بڼه و نه نیسي نو اجراییوی ضمانت یې څنګه کېږي؟
نو لازمه ده چې دا دقانون بڼه غوره کړي لکه معلوماتو ته د لاسرسۍ قانون.)

د افغانستان د ژورنالستانو فدارسیون د حکومت د دې غوښتنې سره مخالفت وښود او ویې ویل چې دغه مسوده اجرایوي ضمانت نه ،بلکې باید اخلاقي جنبه ولري.

د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون نږدې دوه کاله وړاندې رامنځ ته شوی او د افغانستان د ژورنالیستانو نهه ټولنې یې غړیتوب لري.

یاد فدراسیون د دغې مسودې له جوړېدو څخه په داسې حال کې خبر ورکوي،چې په تېرو دوو کلونو کې دافغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د افغانستان د خبریالانو ټولنې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې دافغان دولت ،نړیوالو ځواکونو ،وسله والو مخالفانو او نامعلومو وسله والو له خو یوشمېر خبریال وژل شوی اوټپیان شوي ،زیات شمېر ګواښل شوی او ځینې بندیان او وهل ټکول شوي دی.

د افغانستان د رسنیو د څار ادارې یا نی مسوولانو په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله اندېښنه وښودله او ویې ویل د ژورنالیستانو د اخلاقي کوډونو مسوده به وکړای شي چې ترډېره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی را کم او هغوی له هره پلوه خوندي کړي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG