د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

"امریکا د ریښتینو همکاریو لپاره پر پاکستان فشار زیاتولای شي"


د ولسمشرکرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي
د ولسمشرکرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي
افغان حکومت په دې باور دی چې له تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې د روانو هلو ځلو د بریا په هدف رښتینې همکارۍ ته د پاکستان د هڅولو لپاره د امریکا رول ډیر مهم دی.

امریکا د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د کابل، اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د درې اړخیزې غونډې کوربه توب پرغاړه لري او تمه ده چې له دې غونډې څخه هغه څه ترلاسه شي چې افغان حکومت او امریکا یې غواړي.

ولسمشر کرزی هم په همدې درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په هدف د سې شنبې په ورځ د یوه لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ بروکسل ته روان شو.

د ولسمشرکرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې پروسې د بریا په برخه کې د پاکستان همکاري اړینه ده او امریکا کولای شي چې نوموړی هیواد په دې برخه صادقانه همکاریو ته وهڅوي:

(موږ تل په بیلا بیلو نړیوالو کنفرانسونو او دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډوکې هڅه کړې چې پاکستان ته قناعت ورکړو چې له تروریزم سره د مبارزې او په دې هیواد کې د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي.

دا هڅې اوس هم دوام لري او له شک پرته په دې ټولو مواردو کې د رښتنې همکارۍ په هدف د پاکستان د چمتو کیدو لپاره پر نوموړي هیواد د امریکا فشار راوړل او رول مهم دی.)

ټاکل شوې چې په دې درې اړخیزه غونډه کې له ولسمشرکرزي سره بیره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری او د پاکستان مهم پوځي او ملکي چارواکي برخه واخلي.

د جمهور رییس کرزي ویاند ایمل فیضی هم د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې نور د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې او دا ځل به افغان چارواکي خپلې غوښتنې په جدي ډول له پاکستانیو چارواکو سره مطرح کړي.

د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د پاکستان دځینو تاسیساتو جوړول بله مهم مساله ده چې د سولې د پروسې او له تروریزم سره د مبارزې د موضوعګانو ترڅنګ به په دې درې اړخیزه غونډه کې مطرح شي.

خو څیړونکي وایی چې په دې درې ا ړخیزه غونډه کې به د ولسمشرکرزي ډیرتمرکز په افغانستان کې د سولې د هڅو په برخه کې د پاکستان د صادقانه همکاریو په اړه وي.

سیاسي کتونکی حاجي سید داوود هم په همدې باور دی او وایی چې امریکا او ناټو د خپل سیاسي دریځ د ساتلو لپاره هم هرو مرو پاکستان صادقانه همکاریو ته اړکوي:

(دا د امریکا یوه ستونزه هم ده او امریکا د خپل سیاسی،پوځي او ټولنیز حیثیت لپاره مجبورده ده چې پر پاکستان د پخوا په مقایسه فشارونه زیات کړي.

ناټو هم اړ ده چې پرپاکستان ورته فشارونه زیات کړي،دوی اوس پوه شوي چې اصلي ستونزه له پاکستان څخه سرچینه اخلي.)

افغان چارواکي پاکستان تورنوي چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې رښتینې هلې ځلې نکوي او د وسله والو مخالفانو د روزنې او تمویل ډیرمرکزونه په پاکستان کې دي.

پاکستان په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو دبریا لپاره ډیرکله د ټینګې همکارۍ ژمنه کړې خو افغان حکومت وایې چې دا ژمنې یې لاتراوسه نه دي عملي کړي.
افغان حکومت او سیاسي څیړونکي هیله لري چې د بروکسل په درې اړخیزه غونډه کې واشنګټن پر اسلام آباد فشارونه زیات کړي او دې ته یې اړ باسي چې له کابل سره لازمه او صادقانه همکاري وکړي.
XS
SM
MD
LG