د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

"ښکیلې خواوې دې د سولې لپاره مثبته همکاري وکړي"


د ناتو عمومي منشي وایي، په افغانستان کې د امن اوثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان په ګډون د ګاونډیانو مثبتې همکارۍ ته اړتیا ده.

اندریس فوګ راسموسن دا څرګندونې نن په بروکسل کې د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د پیل د مخه په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

راسموسن وویل، زموږ لپاره نن یوښه فرصت دی چې د افغانستان د روانو امنیتي حالاتواو له ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هېواد کې د دې سازمان د رول د څرنګوالي په اړه خبرې وکړو.

د ناتو عمومي منشي یوځل بیا په ډی ټینګاروکړچې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نشي هواریدی بلکه په دې هیواد کې د سولې د ټینګیښت لپاره باید ټول ښکیل اړخونه مثبته همکاري وکړي:

(د افغانستان، پاکستان او د امریکا د متحدوایالتونو ترمنځ درې اړخیزو خبروته په پام سره زه سیاسي پروسې ته د زمینی برابرولو لپاره د ټولوهڅو ستاینه کوم. دا بیخي واضح ده چې که موږ په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات یقینی کول غواړو، د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډیانو مثتبې همکارۍ ته هم اړتیالرو.

زه هیله من یم چې دغه درې اړخیزې خبرې وکولای شي، دغسې همکارۍ او سیاسي پروسې ته لاره هواره کړي.)

د ناتو عمومي منشي په دې اړه چې ایا د طالبانو مشرتابه د سولې له خبرو سره لیوالتیا لري اوکه نه وویل، دی نشي کولای ووایي چې د طالبانو مشران څه غواړي او نیت یې څه دی خودی ټولې هغه هلې ځلې ستایي چې هدف یې د افغانستان د لانجې لپاره د یوې سیاسي حل لارې موندل دي.

راسموسن دغه راز وویل چې د سولې د هڅو ترڅنګ دې ته هم اړتیا ده چې پروسله والو طالبانو پوځي فشارونوته هم دوام ورکړل شي:

(لکه څنګه چې ما وویل، زه تراوسه په دې باوریم چې د دې لپاره چې سیاسي پروسې ته زمینه برابره شي، ترټولو غوره به داوي، چې پوځي فشاردوام ومومي ترڅو د افغانستان دښمنان دا بیخي درک کړي چې دوی د جګړې په ډګرکې د بریالیتوب هیڅ چانس نه لري او دې ته په پام سره زه هغوپرمختګونو تشویق کړی یم چې افغان امنیتي ځواکونو تراوسه کړي دي.)

د ناتو عمومي منشي یوځل بیا په دې ټینګاروکړچې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بریالیتوب لپاره مشخص شرطونه هم باید پوره شي.

هغه وویل، د دغې پروسې مشري باید د افغانستان حکومت وکړي او طالبان اونورې ډلې چې په دې پروسه کې برخه اخلي باید د بشري حقونو منجمله د ښځو د حقونو په ګډون د افغانستان د اساسي قانون درناوی وکړي او خپلې اړیکې له تروریستي ډلو سره وشلوي.

د ناتود بهرنیو چارووزیران نن د بروکسل په غونډه کې په افغانستان کې د دې سازمان د محارب ماموریت د بشپړیدو، له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو او افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد د بهیراو له ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هیواد کې د ناتو د ماموریت د څرنګوالي پرمسایلو خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG