د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

په خوست کې ۱۳۰۰کسان د معلمی لپاره ازموینه ورکوي


دسه شنبې په ورځ له غرمې مخکې دپوهنې یاست په انګړ کې له سلګونو کسانو څخه د ښوونکیو په توګه ددوی دګمارنې لپاره دازموینې لړۍ پیل شوه ،پدې ازموینه کې چې نږدې سل تنه میرمنې او ښځې هم برخه اخلي ،تمه ده چې ورڅخه به نږدې دوه سوه کسان په مرکز او ولسوالیو کې دښوونکیو په توګه وګمارل شي.

په خوست کې دپوهنې په ریاست کې دمعلمی په برخه کې دیو شمیر پستونو دازموینې لپاره نږدې 1300کسانو خپل نومونه ثبت کړیدي ،دیادې ادارې یو شمیر مسوولین وايي ،که څه هم سږنۍ تشکیل نږدې 200کسان دی ،خو کچیرې امتحان ورکونکي وغواړي او پدې ازموینه کې بریالي شي نو دیو شمیر هغو ښوونکیو پرځای به یې په دندو وګماري ،چې دامهال په مرکز او ولسوالیو کې داجیرانو او قراردادي ښوونکیو په توګه دندې ترسره کوي . دپوهنې ریاست دبشري منابعو امر عبدالهادي سیار مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ،چې دیارلس سوه کسان چې د دولسمو ،څوارلسمو او پوهنتونونو فارغان دي ،دمعلمی پستونو لپاره يې خپل نومونه ثبت کړي ،چې د نن ورځې په ګډون به په دریو ورځو کې دهئیت په حضورداشت ورڅخه ازموینه واخیستل شي:

((داچې موږ دښوونکیو په توګه د1300کسانو ثبت نام کړیدی او بیا مو دمهالویش له مخې په دریو ورځو کې دازموینې لپاره تظیم کړیدي ،دا ازموینه چې کله ترسره شي دا دنوي تشکیل له مخې او یا دپخوانیو قراردادي ښونکیو په عوض په اړوندو ولسوالیو کې دمعلمۍ په دنده ګمارل کیږي،ثبت نام تر 1300کسانو پورې کړی او ددریو سوو کسانو داستخدام ګنجایش شته خو هیله موداده ،چې په نږدې راتلونکې کې به نوی تشکیل څه نا څه زیات شي،پدې کې دوازده پاس ،چهارده پاس او لیسانس پکې موجود دي.))

دمحمد نواز په نوم دخوست دکلڼو یو تن اوسیدونکی وړاندیز وکړ ،کچیرې دمیرمنو لپاره یوڅه ساده پوښتنې ترتیب شي داښیګڼه به ولري ،چې دوی ته به هم بریالۍ شي او د کارکولو یو فرصت به دوی ته هم برابر شي:

((في الحال دې لپاره راغلي یو ،چې دوولسم پاسو نه امتحان اخلي ،صحنه منظمه ترتیب شویده غوښتنه موداده وچې دامشکل سوالونه دښځو لپاره ډیر ستونزمن دي اناثو طبقه ده سم يې نشي حل کولای ،غوښتنه موداده چې اناثو ته دې لږې اسانې پوښتنې جوړې کړي .))

دیادې ازموینې دوو تنو ګډونوالو وویل کچیرې دکسانو په ګمارنه کې مسلکیتوب،اهلیت او دتحصیل درجه په ترتیب سره په پام کې ونیول شي او په پایلو کې يې شفافیت او رڼښت موجود وي نو بیا ښه قدم حسابیدای شي:

((زما نوم شمس الله دخوست ولایت اوسیدونکی یم ،پدې امتحان کې باید هغو خلکو ته داولیت حق ورکړل شي ،چې رشته او مسلک يې له کمبود بست سره سمون ولري ،بیا هغه څوک چې وزګار دي ،نظر مې دادی وچې اول حق دې لیسانس کسانو ته دویم حق چارده پاسو ته او دریمه درجه مستحقین باید دولسم پاس وي نو که پدې ډول امتحان واخیستل شي دا به ډیر ښه وي له مقاماتو مو هیله داده چې باید پدې امتحانونو کې درغلي نه وي مثلاً واسطه او واسطه بازي پکې نه وي، زما نو سید رحیم الله دی دازادۍ مینې اوسیدونکی یم زه داستادی لپاره دازموینې په خاطر دلته راغلی یم ،زما غوښتنه له ریاست نه داده ،چې باید دغه امتحان باید ډیر شفاف وي او هغه څوک چې لایق وي په وظیفو وګمارل شي تر څو ښه او تکړه شاګردان تربیه کړي.))

خوست کې چې هرکال له پوهنتونونو ،تحصیلي موسسو او نورو مسلکي ښوونځیو څخه هر کال په سلګونو کسان فارغیږي ،دوی لپاره دمناسبو کاري فرصتونو برابرول هغه غوښتنه ده ،چې په بیلابیلو ناستو او بحثونو کې تل پرې خبري شوي ،خو دې لپاره دیو اغیزمن میکانیزم جوړښت هغه څه دی ،چې لاهم دحکومت له خوا نه ترسترګو کیږي.

دیادونې وړ ده ،چې دپوهنې دادارې له خوا دازموینو دشفافیت په اړه له خلکو سره تل یو ډول اندیښنې شته ،چې تمه ده دخوست سیمه ییزه اداره به دخلکو یاده اندیښنه او دازموینې دپایلو په اړه دګډونوالو غوښتنې په پام کې ونیسي.

خبریال/نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG