د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

ږلۍ او سیلابونو په کندهار کې خلکو ته مالي زیان اړولې


ږلۍ او سیلابونو د کندهار په نیش ولسوالۍ کې د سلګونو خلکو کورونو او د حاصلاتو مځکو ته زیان اړولی.

د تیرې ورځې را هیسې په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د باران او ژلي د وریدو له امله سیلابونه راغلي چې یو شمېر خلکو ته یي مالي زیانونه اړولې .

دغه مالي تلفات تر ټولو زیات د کندهار په نیش ولسوالۍ کې رسیدلي .

د دې ولسوالۍ اوسیدونکو ازادی رادیو ته پر تلیفون وویل چې سیلابونو او ږلۍ د سلګونو خلکو کورونه او دحاصیلاتو مځکې لمنځه وړلي .

د نیش اوسیدونکې علي محمد او خان محمد وايي:

"د انګورو تاکان یي خراب کړي ځیره یي خرابه کړي اوبه بیخي زیاتي راغلي دټولو حاصلاتو يي خلاص کړي یو ،کورنه يي خراب کړي ماته خو یو چا وویل چې په یوه کلي کې يي دوه کوچنیان هم وړي په سل کې ۹۰ فیصده تاوان را رسیدلي"

په ورته وخت دکندهار سپرست ښاروال محمد نیسم رضایي وايي چې تیره شپه په ښار کې کرځیدلي او داحتمالي پیښو دمخنوي لپاره يي لښتیان او چرۍ پاکې کړي .

دښاغلي رضايي په وینا دغه خطر تر ډیره دښار په دریمه څلورمه او نهه ناحیه کې وو :

"زموږ دښاروالي پنځه ټیمونو دشپې تر درو بجو هڅه وکړه چې دښار په ځنیو هغه سیمو کې چې دتلفاتو خطر متوجې وو پر وخت رسیدګي وکړي، لښتیان او چرۍ پاکې کړي ترڅو اوبه دخلکو کورونو ته داخل نه سي "

بلخوا په کندهار کې دپیښو په وړاندي دچمتوالي ریاست ریس محمدهاشم سدوزی وايي چې ډیر ژر به دنیش ولسوالۍ زیانمو خلکو ته لومړي مرستي ور سوي .

د سدوزي په وینا دتیري ورځي او شپې په باران کې دنیش پرته په کندهار ښار او نورو ولسوالیو کې کوم تلیفات نه دی رسیدلي .

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG