د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

په غزني کې يو ځل بيا د موټرو ټکر ۱۴ تنه ټپیان کړي


چارواکي وايي، نن سهار بيا په غزني کې د کابل کندهار پر لويه لاره موټر سره ټکر شوي دي، چې له امله يې تر اوسه پورې يو تن مړ شوی او څوارلس نور ټپيان دي، په ټپيانو کې ښځې هم شاملې دي.

ټکر نن سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې شوی دی، چې له امله يې تر اوسه پورې څوارلس تنه ټپي شوي او يو تن مړ شوی دی.

چارواکي وايي، له مسافرو يو ډک درې سوه درې موټر له کابل څخه کندهار ته روان وو، چې په مقر کې له يو ټېلر موټر سره ټکر شوی دی.

د غزني د ټرافيکو مدير محمد الله احمدي وايي، چې په پېښه کې لس تنه ټپيان شوي، او د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی:

"يو درې سوه درې موټر چې له کابل څخه کندهار ته روان وو، په مقر بازار کې له يو ټېلر سره ټکر شوی دی، په دغه پېښه کې لس تنه ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی، په پېښه کې څوک نه ډي مړه شوي."

خو د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت بيا وايي، چې د ټکر له ځايه دوی ته تر اوسه پورې څوارلس تنه ټپيان او يو مړی ور وړل شوي دی.

دی وايي، په ټپيانو کې دوه ښځې هم شاملې دي:

"د ټکر له ځايه يې څوارلس تنه ټپيان راوړي دي، يو يې مړی هم راوړی دی، په ټپيانو کې دوه ښځې دي او پاتې نور ټول نارينه دي، ماشومان په ټپيانو کې نشته. "

تر اوسه دا نه ده مالومه چې ټکر د کوم مسافر وړونکی شرکت موټر کړی دی، خو تر دې وړاندې د کابل کندهار پر لاره نږدې ټول ټکرونه د احمد شاه بابا په نامه د مسافر وړونکي شرکت موټرونو کړي دي.

د تېر کال له پيل راهيسې د دغه شرکت د موټرونو په ټکرونو کې تر دريو سوو زيات مسافر مړه او ټپيان شوي دي.
په تېر اوړي کې هم د دغه شرکت يو موټر په غزني کې له يو ټېلر سره ټکر شوی وو، چې له امله يې درپينځوس تنه په اور کباب شوي وو.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG