د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

له پاکستان سره څه وکړو؟


کابل چاپ ورځپاڼو د سې شنبې د ورځې په ګڼو کې له پاکستان نه د افغان سولې په پروسه کې د امریکا غوښتنو په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.

خدمتګار:

خدمتګا ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې لیکلي؛ امریکا له پاکستانه د وسولې په پروسه کې جدي مرسته غوښتې.

ورځپاڼه لیکلي، دغه غوښتنه د امریکا د متحده ایالتونو یوه جګپوړي پلاوي، چې پوځي او ملکي چارواکي په کې شامل دي، پاکستان ته له رسېدو سره سم تېره ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز کیاني سره ولیدل او د افغاستان د پخلاینې د بهیر لپاره یې د پاکستان د جدي او نتیجه ورکوونکو مرسته غوښتنه وکړه.

ویسا:

ویسا د "پاکستان ټوډې" ورځپاڼې په حواله لیکلي؛ امریکا له پاکستان خبرو ته د ملاعمر د حاضرولو غوښتنه وکړه.

ویسا ورځپاڼه لیکي، امریکايي پلاوی او پاکستان لوری پردې سلاوو چې د افغانستان د شخړې د بېلابېلو خواوو ترمنځ سولې ته اړتیا ده او له دې لارې په افغانستان کې سوله اوثبات راتلای شي.

ورځپانه وړاندې لیکلي، جنرال کیاني امریکايي پلاوی ته وویل؛ پاکستان به په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره هر ممکن ګام واخلي.

سرنوشت:

بلې خپلواکې ورځپانې سرنوشت په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو سره دایمل فیضي له خولې لیکلي؛ پاکستان د سولې له بهیر سره مرسته نه ده کړې.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي؛ حامد کرزی به امریکايي او پاکستاني چارواکو ته په ډاګه ووايي، چې نور افغانان لاس ترزنې نه شي کېناستلی.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي، کرزي نولس ځلې پاکستان ته سفرونه کړي؛ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې اود سولې په برخه کې مرسته وکړي، خو څرګنده پایله یې نه ده لرلې.

سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې له پاکستان سره څه وکړو؟

د سرمقالې لیکوال لیکلي، داسې ښکاري چې، افغانستان له پاکستان سره د اړتیا له مخې د وروري سیاست بدلوي، افغان چارواکي استدلال کوي چې؛ د پاکستان له پراخې دښمنۍ سره سره افغان لوري پرله پسې هڅه وکړه، چې پاکستان د همکارۍ او ورورۍ له لارې له دې دښمنۍ واړوي، خو پاکستان په هرحال خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي.

د سرمقالې د لیکوال په اند، امریکا نه غواړي د پاکستان پر وړاندې غوڅ چلند وکړ او افغانستان هم په داسې دریځ کې نه دی چې له پاکستان سره هغه ډول چلند وکړي لکه دوی یې چې له افغانستان سره کوي؛ لیکوال پوښتنه کوي نو دافغانستان لپاره کومه لاره غوره ده؟

په سرمقالې کې راغلي، دا خبره خو ښکاره او خورا مهمه ده افغانستان په هرډول چې کیږي؛ باید پاکستان د دې کړنو مخه ونیسي.

لیکوال وړاندیز کوي، افغان دولت باید په اوسنیو حالاتو کې پرپاکستان د فشار او همکارۍ تګلارې په یوخت پرمخ یوسي، ځکه نه یوازې فشار اغیزمن دی اونه هم همکاري په یوازې ډول ګټه کوي.

ملی باور:

ملي باور ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ په بروکسل کې له افغان سولې سره د پاکستان په ریښتنیو همکاریو خبرې کیږي.

ورځپاڼې د ایمل فیضي خبرې راخیستې د افغانستان، پاکستان او امریکا په دې درې اړخیزه غونډه کې به د افغان سولې اوډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان په تاسیساتو بحث وشي.

د باور په سرمقاله کې راغلي د دې لپاره چې پاکستان د افغان دولت غوښتنې ومني او هغه څه چې ژمنې یې کوي عملي کړي، باید افغان دولت په زغرده باندې د پاکستان له لوري ټولې ستوتزې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي او له هغه حقایقو پرده پورته کړي څه چې په پاکستان کې د افغانستان په اړه ترسره کیږي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG