د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۱

طالب وسلوالو د۲ملکیانو لاس اوپښې پرې کړي


طالب وسلوالو د۲ملکیانو لاس اوپښې پرې کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

د هرات دیني عالمانو، مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالانو په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د وسله والو له خوا د دوو ملکي وګړو د لاس او پښو د پرې کولوغندنه کړې ده. د هرات د دیني عالمانو د شورا ویاند میر فاروق حسیني تیره ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې پرته له باصلاحیته محکمې او اسنادو او شواهدو چاته سزا ورکول او یا د بدن د غړو پرې کول د اسلامي شریعت خلاف عمل دی. دغه راز د هرات د بشري حقونو چارواکو او فعالانو هم دا عمل غندلی دی او له افغان حکومت يې غوښتي چې د وسله والو او زور واکو له خوا د صحرايي محکمو او پر عامو خلکو د ظلم مخه ونیسي. طالبانو تیره جمعه د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د دوه کسانو چې د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ موټر چلونکي دي، لاس او پښې پرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG