د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د بروکسل غونډه او د کابل او اسلام اباد ترمنځ وروستی کړکیچ


په داسې وخت کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې بیا کړکیچنې شوي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړتوب سبا ته په بروکسل کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ غونډه جوړیږي.

چارواکو ویلي د دې غونډې او درې اړخیزو خبرو اترو اصلي هدف د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستي کړکیچ په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې د ترینګلي وضیعت ارامول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ رتبه مقام تیره ورځ وویل، د بروکسل دا درې اړخیزه غونډه د هغو خبرو اترو د لړۍ یوه برخه ده، چې د متحده ایالاتو په منځګړتوب او بلنه د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ جوړیږي.

افغان حکومت وايي، پاکستان ورسره د سولې په پروسه کې لازمه همکاري نه کوي او دا هېواد غواړي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه کله چې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د افغانستان حالات دغه شان نارامه وساتي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال پر موضوع به د بروکسل په غونډه کې خبرې ترسره شي.

نوموړي پرون په بروکسل کې لویدیځو دیپلوماټانو ته وویل سږ کال د امنیتي مسولیتونو د انتقال او د افغانستان لپاره یو مهم کال دی.

جان کري ویلي په دې درې اړخیزه غونډه کې به په دې خبرې کیږي چې په څه ډول د امنیتي مسولیتونو د انتقال پروسه په ښه او قناعت وړ ډول پر مخ لاړه شي تر څو د افغانستان او پاکستان د ګټو د خوندیتوب ډاډ هم ترلاسه شي.

امریکايي مقاماتو لویدیځو خبري اژانسونو ته ویلي هیله ده جان کري به چې له ولسمشرکرزي سره نزدې او ښې اړیکې لري ،وتوانیږي کابل او اسلام اباد بیا په خپلو کې خبرو ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست وايي د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر کرزي د حکومت د صبر کاسه نوره نو ډکه شوې او په بروکسل کې به له پاکستاني مقاماتو سره جدي خبرې وشي.

ټاکل شوې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړتوب په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر تر څنګ د ملي دفاع وزیر بسم الله خان او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سربیره ددې هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال کیاني هم ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG