د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۰

هوتخېلیان له دفاع وزارت څخه خپله مځکه غواړي


هوتخېلیان له دفاع وزارت څخه خپله مځکه غواړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

د کابل ښار د هوتخېلو په سلګونو اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ مظاهره وکړه او د کابل جلال اباد لویه لاره یې څو ساعته وتړله. دوی ویل چې د دفاع وزارت ددوې شاوخوا دری زره جریبه ځمکه نیولې ده او که ځمکه یې ورنکړل شي، اعتراضونوته به لا دوام ورکړي. د مظاهره کوونکو شمېر چې سلګونو تنو ته رسیده، د نهمې ناحیې مربوط د هودخېلو په بازار کې راټول شوی وو او غوښتنه یې کوله چې، د دفاع وزارت باید د دوی ځمکه بېرته وروسپاري. امنیتي چارواکي وایي، دا ځمکه د دولت ملکیت او اعتراض کوونکي یې قباله او یا کوم بل شرعي سند نه لري.

XS
SM
MD
LG