د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

په لوګر کې د الوتکې د عملې او سورلۍ د ژغورلو هڅې روانې دي


په لوګرکې د یوه خصوصي شرکت د هلیکوپټرې د عملې اوسورلۍ د ژغورلو هڅې دوام لري.

دا هیلې چې ویل کیږي د خراسان په نوم یوه خصوصي شرکت پورې اړه لري د یکشنبې په ماښام د هوا د خرابوالي له امله د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بیړنه ناسته وکړه او ټوله عمله او سورلۍ یې وسله والو طالبانو ته په لاس ورغله.


د لوګر سیمه ایز چارواکي تاییدوي چې له ډیرو هڅو سره سره لا تراوسه نه دي توانیدلي چې د خراسان د خصوصي شرکت د هلیکوپټرې عمله او سورلۍ له وسله والو طالبانو څخه وژغوري.

د دې ولایت چارواکو آزادي راډیو ته وویل؛ چې په ارزې ولسوالۍ کې یې له قومي مشرانو سره اړیکې نیولي ترڅو وسله وال طالبان دې ته وهڅوي چې؛ د دې هلیکوپټرې عمله او سورلۍ آزاده کړي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټر عبدالولي وکیل آزادي راډیو ته وویل چې ددې کسانو د خوشې کولو لپاره د دوی هلې ځلې دوام لري او هیله یې وښوده چې دا کسان روغ رمټ وژغورل شي:

د خراسان په نوم د یوه خصوصي شرکت هلیکوپټره د یکشنبې ورځې په ماښام د هوا د خرابوالي له امله د لوګر په لرې پرته او نسبتاً نا امنه ولسوالۍ ازره کې اضطراري ناسته وکړه.

راپورونه وایی، چې په دې هلیکوپټره کې اته ترکان، یو افغان ژباړونکی او دوه پیلوټان چې یو یې روسی تبعه دی او بل یې یا د اکراین او یاهم د ازبکستان تبعه دی موجود وو.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایی چې، د دې هلیکوپټرې د سورلۍ د ژغورلو لپاره جدي هلې ځلې پیل شوي.

ده په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل:

"پولیس له کله نه چې تیره شپه یې په دې اړه معلومات ترلاسه کړل سیمې ته ورغلي.
دا هلیکوپټرې پوځي نه بلکې یوه خصوصي شرکت پورې ا ړه لري.
دا په کرایه نیول شوې هلیکوپټره ده چې ښایی د سوداګرۍ او یاهم د ساختماني شرکتونو له خوا کارول کیږي."


وسله والو طالبانو ویلي، چې د دې هلیکوپټرې عمله او سورلۍ چې نهه تنه یې امریکایان دي له دوی سره ده خو آیساف ځواکونو له مخکې نه ویلي چې دا هلیکوپټره دوی پورې اړه نلري .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې؛ په دې هلیکوپټره کې اته تنه ترکي اتباع دي، ترکي چارواکو څرګنده کړې چې په دې اړه له افغان چارواکو سره د دوی خبرې آترې رواني دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي آزادي راډیو ته وویل؛ چې هلیکوپټره اوس هم د ازرې ولسوالۍ په منګل دره کې ناسته ده او کله چې پولیس نوموړې سیمې ته ورغلل نو د وسله والو طالبانو لخوا پرې ډزې وشوې.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې د دې هلیکوپټرې عمله او سورلۍ د وسله والو طالبانو لخوا د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته لیږدول شوېده.
XS
SM
MD
LG