د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

ولسمشر کرزی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته ځي


ټاکل شوې ده ولسمشرکرزی د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره سبا بروکسل ته سفر وکړي.

د ولسمشرکرزي ویاند ایمل فیضي د دوشنبې په ورځ محدود شمیر خبریالانو ته په کابل کې وویل چې په دې خبرو اترو کې به د سولې او ډېورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان د نویو پرمختګونوپه اړه خبرې وشي.


په بروکسل کې به د ولسمشرکرزي او د پاکستاني او امریکایي چارواکو ترمنځ په افغانستان کې د سولې پر مسالې او په دې برخه کې د پاکستان د صادقانه همکاريو په اړه خبرې وشي.

د جمهور رییس کرزي ویاند ایمل فیضي په کابل کې وویل چې؛ په همدې هدف ولسمشرکرزی د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غوڼده کې د سې شنبې په ورځ ګډون کوي.

ښاغلي فیضي د دوشنبې په ورځ د محدودو رسنیو خبریالانو ته وویل؛ چې پاکستان په تیرو وختونوکې د افغانستان په اړه خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

ایمل فیضي څرګنده کړه چې نور د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې او دا ځل به افغان چارواکي له پاکستان څخه خپلې غوښتنې په جدي توګه مطرح کړي:

"په تیرو لسو کلونو کې ولسمشرکرزی نولس ځلې پاکستان ته سفرونه کړي چې؛ هدف یې له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې لپاره د پاکستان صادقانه همکاري وه.

دغه راز یو بل هدف په دې سفرونو کې دا وو چې د سولې د پروسې په برخه کې پاکستان رښتینې همکاري وکړي چې؛ له بده مرغه پاکستان تراوسه په دې برخه کې لازمې هڅې نه دي کړي.

په دې لیده کاته کې به دا خبره له پاکستاني او امریکایی چارواکو سره په واضح ډول وشي چې نور افغانان نه شي کولای لاس ترزنې لاندې کښینې".


د ښاغلي فیضي په خبره تروریزم یوازې د افغانستان لپاره ګواښ نه دی بلکې د پاکستان او نړۍ لپاره هم یوه جدي ستونزه ده او باید په له مینځه وړلو کې یې د نړۍ ټول هیوادونو رښتیني همکاري وکړی.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان له خوا د دورازې جوړول او د امنیتي پوستې نږدې کول بله مساله ده چې؛ ولسمشرکرزی به یې په اړه په بروکسل کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

په عین حال کې راپورونه وایي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې، پر بیلا بیلو سیاسي او داسې نورو مسایلو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

افغان چارواکو تردې وړاندې هم په تکرار ویلي چې؛ پاکستان په دې هیواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې صادقانه همکاري نه کوي.

دغه راز پر پاکستان دا تورونه هم شته چې په خپله خاوره کې یې د تروریستانو مرکزونه نه دي ویجاړ کړي او لاهم له هغو وسله والو مخالفانو څخه په یوه ډول ملاتړ کوي چې؛ په افغانستان کې وسله والې او تخریبي حملې ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG