د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۲۸

درې ورځنیو مظاهرو په جلال اباد کې کارو بار درولى


نن دوشنبې ورځ هم د جلال اباد ښار د لویو لاریونو شاهد و،چې نن ددغو لاریون کوونکو شمېر تر زرګونو خلکو رسیده.

په ښار ګې ګڼه ګوڼه هم راکمه شوې او یو شمېر دکانونه نیمه خلاص او ځینې په بشپړه توګه بند دي،د ښار په بیلابیلو واټونو کې امنيتي ځواکونه لاس په ماشه ولاړ دي،خو هیچاته ددې ښار د راتلونکي وضعیت او د لاریونونو برخلیک معلوم نه دی.

په همدې خاطر د جلال اباد ښار یو شمېر اوسیدونکي له مرکزي دولته ګیله من دي،چې د ننګرهاریانو غم ورسره نشته او یوازې د لاریونونو امنیت ساتي خو د حق پر وړاندې قضاوت نه کوي.

د ښار اوسیدونکو او دکاندارانو ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل،چې د دوی کارونه هم له خنډ سره مخ شوي او پر سوداګریزو،روغتیايي او امنيتي وضعیت يي بد اغیز غورځولی:

« زه د جلال اباد ښار یو دکاندار یم او دا دریمه ورځ ده،چې لویې مظاهرې په دې ښار کې ترسره کیږی،خو مرکزي دولت سره د ننګرهار هیڅ غم نشته،نه پوهیږو،چې موږ اوس د کومې خاورې یو او زموږ مشر څوک دی؟

زما نوم شکیل احمد دجلال اباد ښار اوسیدونکی،په ننګرهار کې دا څو ورځې څه حال دی،ولسونه راپاڅیدلي مظاهرې کوي او څوک والي سره ولاړ دي خو مرکزي دولت دې د منځګړي په توګه راشي او دا مسله دې یو طرفه کړي،چې هر څوک ګرم وي هغه دې قانون منګلو ته وسپاري او که نه نو زه د ښار راتلوونکی له اندیښنو ډک بولم».


بل خوا د ننګرهار دوالي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل،چې دوه ورځې وړاندې له مرکزه یو امنيتي پلاوی راغلی،تر څو د خلکو او د ښار امنیت وساتي.

د نوموړي په خبره دغه موضوع دوی له مرکزي دولت سره شریکه کړې،خو تر اوسه ورته هیڅ ځواب نه دی راغلی:

«اوس د امنیت د خوندي کیدو په موخه له کابله امنيتی پلاوی راغلی،چې امنیت خوندي کړي او د ولایت مقام ددغو مظاهره کوونکو ادعاوې او غوښتنې له مرکزي دولت سره شریکې کړي،هر کله ،چې له مرکزه هدایت وشي نو هماغسې کړنې به ولایت ترسره کوي».

دغه مظاهرې د تیرې شنبې په ورځ د ننګرهار په بیلابیلو ځایونو کې پیل شوې،چې په لومړی ورځ د اعتراض په ډول مظاهره کوونکو د جلال اباد ښار څلور لويې لارې هم تړلې وي،خو وروسته ددې په خاطر،چې عامو خلکو ته ضرر ونه رسیږي، یوازې په جلال اباد ښار کې سوله ایز لاریونونو ته ادامه ورکړه،چې نن يي دریمه ورځ وه.

دوی وايي،تر هغه،چې والي ګل اغا شیرزي له خپلې دندې استعفا نه وي ورکړي دوی به خپلو مظاهرو ته همداسې ادامه ورکوي.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG