د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د هود خېلو اوسېدونکي: دفاع وزارت زموږ ۳زره جریبه ځمکه نیولې ده


د هودخېلو یوشمېر اوسېدونکو د دفاع وزارت پرضد د لاریون پر مهال
د هودخېلو یوشمېر اوسېدونکو د دفاع وزارت پرضد د لاریون پر مهال
د کابل ښار د هودخېلو په سلګونو اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ مظاهره وکړه او د کابل جلال اباد لویه لاره یې څو ساعته وتړله.

دوی ویل د دفاع وزارت ددوې شاوخوا دری زره جریبه ځمکه نیولې ده او که ځمکه یې ورنکړل شي، اعتراضونوته به لا دوام ورکړي.


د مظاهره کوونکو شمېر چې سلګونو تنو ته رسیده، د نهمې ناحیې مربوط د هودخېلو په بازار کې راټول شوی وو او غوښتنه یې کوله چې، د دفاع وزارت باید د دوی ځمکه بېرته وروسپاري.

دوی چې د څو ساعتونو لپاره یې د کابل جلال آباد لویه لاره هم تړلې وه؛ ادعا کوله چې دفاع وزارت دهودخېلو په سیمه کې د دوی شاوخوا درې زره جریبه ځمکه نیولې او غواړي چې بوځي تاسیسات په کې جوړ کړي.

مظاهره کوونکو ازادي راډیوته وویل، که دولت په دې هلکه اقدام ونه کړي او راپورته شوې ستونزې ته د حل لاره ونه مومي؛ خپلو اعتراضونو به دوام ورکړي.

د مظاهره کوونکو یوتن حاجي مسافر آزادي راډیو ته وویل:

"د دفاع وزارت غواړي زموږ د پلرونو او نیکونو ځمکه ونیسي، درې سوه کاله کیږي دا ځمکه موږسره ده، کښت په کې کوو، حکومت دې دا ځمکه موږ ته پریږدي، موږ نن سوله ییزه مظاهره کړې او که حق مو رانکړل شي، دا مظاهرې به قهرجنې شي."

هودخېل د کابل ښار خیتځې خواته د کابل جلال اباد د لویې لارې ترڅنګ موقعیت لري؛ د دفاع وزارت اکثره تاسیسات هم همدې سمیې ته څیرمه پراته دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل؛ د دې مسالې څیړلو ته د دې وزارت او د مظاهره کوونکو یو ګډ پلاوی ګمارل شوی؛ څو د قضیې څرنګوالی معلوم کړي.

د کابل د ولایتي شورا ريیس نثارالدین چې د مظاهرې پرمهال په سیمه کې حاضر و، ازادي راډیوته وویل، هڅې کوي، چې په یوه اوونۍ کې راپورته شوی ستونزې ته د حل لاره ومومي.

ده وویل، په څیړونکي پلاوي کې د دفاع وزارت او د چارو د ادارې څو تنه چارواکي او د مظاهره کوونکو استازي شامل دي.

امنیتي چارواکي وایي، دا ځمکه د دولت ملکیت او اعتراض کوونکي یې قباله او یا کوم بل شرعي سند نه لري.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین په دې هکله آزادي راډیو ته وویل:

"حکومت له دوی څخه د ملکیت سند غواړي، زما په فکر دوی سند نه لري، یوازې د مالیې د ورکړې سند لري او د هغې له مخې وایي، چې داځمکه د دوی ده. په دې هکله له دوو میاشتو راهیسې څیړنې او بحثونه روان دي؛ څو معلومه شي چې داځمکه د دوی او که د حکومت ده."

دا په دې هېواد د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړو یوازینۍ پیښه نه ده بلکې په وروستیو شاوخوا یوولسو کلونو کې د ځمکو پرسر د دولت او خلکو ترمنځ ډیرې شخړې رامینځته شوي دي.

په ځینو ځایونو کې د ځمکو پر سر د یوشمېر قومونو ترمنځ شخړې شوي چې حتی مرګ ژوبله په کې هم رامینځته شوې ده.

د ښاري پراختیا وزارت وایي، د ځمکو د غضب ستونزې د دوی ډیر انکشافي پلانونه ځنډولي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې، خلک پر یوه حکومتي ارګان د زرګونه جریبه ځمکې د غصب ادعا کوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG