د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

لوګر: یوه هیلې کاپټره له عملې او سورلۍ سره طالبانو نیولې


په لوګر کې تیره شپه یوې هیلې کاپټرې بیړنۍ ناسته کړې او له عملې او سورلۍ سره د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د لوګر سیمه يیز مسوولان وایې، چې دې هیلې کاپټرې د هوا د خرابوالي له امله په ازرې ولسوالۍ کې اضطراري ناسته کړې وه.

ایساف ځواکونو ویلي، چې دا هیلې کاپټره دوی پورې اړه نه لري.

د لوګر سیمه يیز چارواکي وایې، چې دا هیلې کاپټره د خراسان په نوم یوه خصوصي شرکت پورې اړه لري او له وسله والو طالبانو څخه د عملې د خوشې کولو لپاره یې هلې ځلې پیل شوي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل، چې د هیلې کاپټرې عمله او سورلۍ افغانان او ترکان دي.

ده څرګنده کړه چې د هیلې کاپټرې د کیناستو سیمې ته امنیتی ځواکونه ور رسیدلي او د سیمه ایزو قومي مشرانو له لارې هڅه کیږی چې عمله او نوره سورلۍ یې هم بیرته آزاده شي:

"هیلې کاپټره په هماغه سیمه کې ناسته ده او هڅه کیږي چې ورته د حل یوه لاره پیدا شي.

له سیمه ایزو قومي مشرانو او سپین ږیرو سره خبرې رواني دي چې د دې کسانو د بیرته خوشې کولو لپاره مرسته وکړي.

دا هیلې کاپټره د خراسان په نوم شخصي شرکت پورې اړه لري او دوه پیلوټان یې افغانان او څلور سورلۍ یې ترکان دي."


دا هیلې کاپټره پرون ماښام د هوا د خرابوالي له امله د لوګر ولایت په لرې او نسبتآ نا امنه ولسوالۍ ازره کې بیړنۍ ناسته کړې.

د لوګر د ولايتي شورا رییس ډاکټر عبدالولي وکیل آزادي راډیو ته وویل چې په دې هیلې کاپټره کې نهه تنه عمله او سورلۍ وه چې ټول د وسله والو طالبانو لخوا نیول شوي او د ازرې ولسوالۍ یوې بلې سیمې ته لیږدول شوی دي.

ده هم وویل چې د هیلې کاپټرې د عملې او نورو سورلیو د خوشې کیدو لپاره د سیمه ایزو قومي مشرانو هڅې د وام لري.

امریکایی ځواکونو آزادي راډیو ته وویل چې دا هیلې کاپټره دوی پورې اړه نلري،په کابل کې د امریکایی ځواکونو ویاند ډګروال کارلین توماس په دې اړه وویل:

"غواړم درته ووایم چې دا هیلې کاپټره آیساف ځواکونو پورې اړه نلري،تراوسه همدومره خبره تاسو ته کولای شم.

د دې پیښې په اړه تردې زیات معلومات زمونږ سره نشته."


ازره د لوګر یوه نا امنه او لرې پرته ولسوالۍ ده چې وسله وال مخالفان پکې ډیر فعالیت لری،وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دا هیلې کاپټره یې کیناستلو ته اړه کړې او نهه تنه عملی او سورلۍ د دوی لخوا نیول شوی دي.

د لوګر ولایتي شورا د سیمې د اوسیدونکو په حواله ویلي چې دا هیلې کاپټره سپین رنګ لري او د تیرې شپې ترنیمایی پورې یې انجن چالانه پاتې وو.
XS
SM
MD
LG