د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

په لوګر کې نهه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي


د یکشنبې په شپه په دوو جلا، جلا پيښو کې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د کمالخېلو په سیمه او د خروار په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه مشهور قوماندان ملا سردار په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

د لوګر ولایت د چارواکیو په وینا، لومړنۍ پيښه د لوګر مرکز د کمالخېلو د سیمې په جمعه کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې شپږو تنو وسله والو مخالفینو غوښتل د سرک تر غاړې ماین ځای پرځای کړي، چې خپل ماین پرې چاودلی او ټول شپږ کسان يې وژلي دي.

چارواکي زیاتوي، چې دویمه پيښه په همدې شپه دلوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د کمین په نتیجه کې رامنځته شوې ،چې دطالبانو دیو مشهور قوماندان ملا سردار په ګډون درې تنه وسلوال مخالفین پکې وژل شوي دي.
د لوګر د ولایت مقام ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته د یادو پيښو په اړه وویل:

"تیره شپه د لوګر مرکز پل علم اړوند د کمالخېلو د جمعه کلي په سیمه کې ۶ تنه د دولت وسله وال مخالف کسان وو؛ چې غوښتل يې د واټ د غاړې ماین ځای پرځای کړي؛ چې وروسته په افغان امنیتي ځواکونو او یا اییتلاف قوتونو پسې يې د ریموټ کنټرول په واسطه منفجر کړي؛ چې دا خپل ماین پسې چاودلی او ټول شپږ تنه ماین ښخونکي په کې وژل شوي دي.

همدارنګه په همدې شپه د خروار په ولسوالۍ کې هم درې تنه وسله وال مخالفین د یو مشهور قوماندان ملا سردار په ګډون د افغان امنیتي ځواکونو په شپني کمین کې وژل شوي دي."

وسله والو مخالفینو په لوګر کې د یادو دواړو پیښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG