د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

په ننګرهار کې د والي پرضد او طرفدارۍ لاريونونه وشول


په ننګرهار کې د دویمې ورځې لپاره هم په سلګونو لاریون کوونکو د والي ګل اغا شیرزي پرضد مظاهره وکړه او له دندې ګوښه کیدو غوښتنه يي کوله.

په دغه مظاهره کې،د ننګرهار د یوشمېر ولسوالیو ولسونه او د سولې کاروان،چې حاجي ظاهر قدیر يي مشري کوي برخه لري.

لاریون کوونکي وايي، تر هغه،چې والي له دندې نه وي ګوښه شوی دوی به خپلو لاریونونو ته همداسې دوام ورکړي.

”لاریون کوونکى: موږ والي سره شخصي مشکل نه لرو،خو دې والي په دې ولایت کې څومره غیرې قانوني پیسې وخوړې او هیڅ کار يي ونکړ نور دې لرې شي“

”لاریون کوونکي: ترڅو،چې مې په وجود یو څاڅکی وینه هم وي،ددې والي پرضد به مبارزه کوم،تر څو چې والي نه وي لرې شوی موږ به همداسې مظاهرې کوو».

بلخوا د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د والي په طرفدارۍ هم غونډه وشوه،چې په کې یو شمېر قومي مشرانو او دولتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.
د والي په طرفدارۍ خلک او د ولسي جرګې غړی فریدون مومند وايي،چې مظاهره چیان په لوی لاس غواړي د ښار امنیت ګډوډ کړي.

«دا خلک،چې راوتلي مظاهرې کوي امنیت خرابوي حکومت دې د دوی مخه ونیسي. په فساد کې ټول حکومت ککړ دی یوازې د ننګرهار والي نه دی،خلک يي پرضد مظاهرې کوو».

د ولایتي شورا غړي او د مظاهرې برخه وال ذبیح الله زمري وویل،چې د والي په طرفداری راغونډ شوي ټول هغه خلک دي،چې والي سره په غصب او اداري فساد کې ښکیل دي.

نوموړی وايي،چې د والي پروړاندې د لګیدلو تورونو په اړه ټول شواهد ورسره موجود دي.

«دا نن،چې خلک د والي په خوا کې راغونډ شوي دي،دا هغه خلک دي،چې والي سره په فساد کې ښکیل دي،بل د والي د فساد په اړه موږ ټول اسناد په لاس لرو».

د ولسمشر حامدکزي د حکم پر اساس راغلي لوړ پوړي نظامي پلاوي،چې مشري يي د ملي امنیت اپراتیفي معین ډاکټر یاسین ضیا کوله وویل،چې دی به هیچا ته اجازه ورنکړي،چې د ښار امنیت ګډوډ ګړي.

«موږ د ولسمشر د حکم پر اساس راغلي یو،او دلته به دواړو غاړو سره وګورو،بل هیچا ته به ددې اجازه ورنکړو،چې د جلال اباد امنیت خرابه کړي».

که څه هم راغلي پلاوي ننګرهاریانو ته د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکړ،خو په جلال اباد ښار کې تر پخوا ګڼه ګوڼه کمه شوې،سوداګریزې چارې کم رنګې شوي او په ښاریانو کې د امنیت د خرابیدو ویره زیاته شوې.

بل لور پرونې تړل شوې ټولې لارې خوشې شوي،خو یوازې په بټي کوټ کې په سلګونو خلکو د تورخم ـ جلال اباد لویه لاره تړلې وه او همالته په سیمه کې د والي پرضد مظاهره هم ترسره کړه.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG