د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۲

په لوګر کې نهه تنه وسلوال وژل شوي


دیکشنبې په شپه په دوو جلا ،جلا پيښو کې دلوګر ولایت دمرکز اړوند دکمال خیلو په سیمه او دخروار په ولسوالۍ کې دوسلوالو طالبانو دیو مشهور قوماندان ملا سردار په ګډون نهه تنه وژل شویدي.

دلوګر ولایت دچارواکیو په وینا لومړنۍ پيښه دلوګر مرکز دکمالخیلو دسیمې په جمعه کلي کې هغه مهال رامنځته شوه ،چې شپږو تنو وسلوالو مخالفینو غوښتل دسرک تر غاړې ماین ځای پرځای کړي ،چې خپل ماین پرې چاودلی او ټول شپږ کسان يې وژلي دي.

چارواکي زیاتوي ،چې دویمه پيښه په همدې شپه دلوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونو دکمین په نتیجه کې رامنځته شوې ،چې دطالبانو دیو مشهور قوماندان ملا سردار په ګډون درې تنه وسلوال مخالفین پکې وژل شوي دي.

دلوګر دولایت مقام ویاند دین محمد درویش ازادۍ راډیو ته دیادو پيښو په اړه وویل :

”تیره شپه د لوګر مرکز پل علم اړوند د کمال خیلو دجمعه کلي په سیمه کې ۶تنه ددولت وسلوال مخالف کسان وو ،چې غوښتل يې دواټ دغاړې ماین ځای پرځای کړي ،چې وروسته په افغان امنیتي ځواکونو او یا ائیتلاف قوتونو پسې يې دریموټ کنټرول په پ واسطه منفجر کړي ،چې دا خپل ماین پسې چاودلی او ټول شپږ تنه ماین خښونکي پکې وژل شویدي همدارنګه په همدې شپه دخروار په ولسوالۍ کې هم درې تنه وسلوال مخالفین دیو مشهور قوماندان ملا سردار په ګډون دافغان امنیتي ځواکونو په شپني کمین کې وژل شویدي“

وسلوالو مخالفینو په لوګر کې دیادو دواړو پیښو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
خبریال/نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG