د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

"په افغانستان کې ځینې اینجوګانې او موسسې ناسمې څیړنې کوي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اينجوګانو د خونديتوب په نوم دیوې ادارې وروستی راپور چې وایي، سږ کال د وسله والو مخالفانو حملې ډیرې شوي بې اساسه وباله او هغه یې رد کړ .

د کورنیو چارو وزارت د اينجوګانو د خونديتوب په نوم د ادارې وروستی راپور رد کړ او ویې ویل چې؛ دا ډول ناسم راپورونه د خلکو افکار ګډوډوي.

د دې وزارت چارواکي وایي چې، افغان امنیتي ځواکونه د تېرو کلو نو په پرتله زیات پیاوړي شوي او کولای شي، د وسله والو مخالفانو د هرډول حملو مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ په افغانستان کې ځینې اینجوګانې او موسسې ناسمې څیړنې کوي او دوی نه شي کولای چې د دې ډول څیړنو نتایج ورسره ومي:

"دغه راپور هیڅ حقیقت نه لري دا د دوي مسوولیت نه دی، چې دا ډول راپورونه جوړ کړي، هغه ارقام اوشمېر چې په راپور کې راغلي دي کاملاً بې اساسه اوغلط دي.

دا داسې یو راپور دی چې خلکو ته تشویش رامنځ ته کوي، نور هڅ ګټه نه لري او دا راپور د داسې موثقې منبعې څخه نه دی خپور شوی چې ورباندې حساب وشي؛ د راپور لیکونکو هیڅ وخت هم له افغان امنیتي ځواکونو سره تماس نه دی نیولی.


هغه زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه ډیرکله د پېښو او حوادثو په اړه کره او رسمي راپورونه جوړوي او د خلکو د معلوماتو په هدف یې له رسنیو سره شریکوي.

خو ښاغلي صدیقي د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د وسله والو مخالفانو د حملو په اړه کومه شمیره وړاندې نه کړه.

د اينجوګانو د خونديتوب په نومې یوې ادارې يا (ANSO) په خپل تازه راپور کې ویلي چې؛ د روان ميلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې وسله والو مخالفانو په افغانستان کې ٢٣٣١ حملې کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٤٧ فيصده زياتوالى ښيي.

دغه راپور چې دشنبې په ورځ خپور شو په کې ویل شوي؛ د طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو له خوا د حملو زیاتیدل څرګندوي چې؛ دې روان کال به له تاوتریخوالي او ستونزو ډک کاله وي.

د امنیتی مسایلو څیړونکی جنرال عبدالواحد طاقت د اينجوګانو د خونديتوب ادارې خپور شوی راپور تاییدوي او وايي چې، د افغان ځواکونو له پیاوړي کیدو سره وسله والو مخالفانو هم خپلې حملې زیاتې کړي:

"د امنیتي ځواکونو په ځانګړې ډول د کورنیو چارو وزارت د پرسونل تلفات د پخوا په پرتله زیات شوي؛ علت یې دا دی، چې هم دوی فعاله شوي او هم د دوی پر وړاندې د دښمن تحرکات ډېر شوي دي هغوي انتقام او غچ اخلي."

جنرال طاقت ازادۍ راډیوته وویل، افغان حکومت ځکه دغه راپور رد کړ چې، د امنیتي ځواکونو مورال کمزوری نه شي.

د راپورونو پر اساس د روان لمریز کال په حمل میاشت کې د افغانستان په بیلا بیلو برخوکې وسله والو مخالفانو پر افغان ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړې چې؛ د افغان ځواکونو ترڅنګ یې ملکي وګړو ته هم ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.

پر افغان امنیتي ځواکونو دوسله والو مخالفانو د حملو دزیاتېدو په اړه د انجوګانو د خوندیتوب راپور په داسې حال کې خپریږي چې په پوځي عملیاتو کې افغان ځواکونه ډیره ونډه لري او بهرني ځواکونه یوازې د دوی د ملاتړي رول ترسره کوي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG